Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له کبله ۳۹۱ افغانان مړه شوي

د سږکال له پیله څخه ترافیکي پېښو ۳۹۱ کسان وژلي او ۹۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.


د طالبانو د حکومت د ترافيکو د عمومي رياست مسوولان وايي چې ګڼ شمېر کسان د ٦١١ ترافيکي پېښو په نتيجه کې مړه او ټپيان شوي دي.


د سوسن په نوم يو افغانه چې د پروان – کابل پر لاره ډېر تګ راتګ کوي وايي: "موږ شاهد یو چې هره ورځ په یو وخت په څو ولایتونو کې څو ترافیکي پېښې رامنځته کېږي."


نوموړې وايي، کله ناکله په دې لويه لاره په يوه ورځ کې څو ترافيکي پېښې ويني.


هغې ازادي راډيو ته وویل: "زه فکر کوم چې د ترافيکي پېښو د زياتېدو يو لامل د سړکونو خرابوالى او تر ټولو مهم بیا د موټر چلوونکو بې احتياطي ده، دوی قانوني اسناد نه‌لري."


د کابل ښار اوسېدونکى علي‌داد هم وايي، د طالبانو حکومت دې د ترافيکي پېښو د کمښت لپاره لويې لارې جوړې کړي.


هغه ازادي راډيو ته وويل: "حکومت کول یوازې د خلکو ځورول نه‌دي، دولت دې د لويو لارو کنډ و کپر سړكونه جوړ کړي، دا سړکونه دوی د جهاد پر مهال په‌خپله خراب كړي دي او هغه كسان چې په ښارونو كې موټر تېز چلوي نه لايسنس لري او نه هم پلیټونه."


د موټر چلوونکو بې احتیاطي او تېز موټر چلول یو بل لامل دی چې ښاریان یې د وروستیو ترافيکي پېښو لامل ګڼي.




د طالبانو د حکومت د ترافيکو د عمومي ریاست مسوول نجات نواز وايي، د ۱۴۰۲ کال له پيل څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې په ترافيکي پېښو کې ٣٩١ تنه مړه شوي او ۹۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.


نجات نواز وايي: "د ۱۴۰۲ کال له پیله تر اوسه ۶۱۱ ترافیکي پېښې شوي، چې په دغو ۶۱۱ ترافیکي پېښو کې ۳۹۱ تنه مړه او ۹۴۰ تنه ټپیان شوي دي."


په وروستیو اوونیو کې یوه تر ټولو خونړۍ پېښه په سرپل ولایت کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د ۹ ماشومانو او ۱۲ ښځو په ګډون ۲۵ کسان مړه شوي دي.


له دې پېښې یوه ورځ وروسته په زابل ولایت کې یوه بله ترافیکي پېښه وشوه، چې له امله یې ۹ تنه مړه او ۳۱ نور ټپیان شول.


په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ترافيکو د عمومي رياست د احصائیې او پلان ریيس عبدالودود خيرخواه وايي چې، يوازې په تېره يوه مياشت کې د ترافيکي پېښو له امله ١٨٠ تنه مړه شوي دي.


هغه ازادي راډيو ته وويل: "په ټوله کې ۳۳۵ ترافيكي پېښې شوي، دا پېښې په لويو لارو كې زياتې دي، په تېره بیا د دغو لويو لارو په جنوب او شمال كې ډېرې پېښې کېږي، چې مرګژوبله يې نږدې ۱۸۰ تنه مړه او ۳۶۰ نور ټپيان دي."


ډېری وژونکي ترافیکي پېښې په لویو لارو کې پېښېږي.


په تېرو دوو لسیزو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان ډېری لویې لارې بیارغولې دي، خو د دغو لویو لارو ځینې برخې د سړک غاړې ماینونو له امله ویجاړې شوي او لا هم نه‌دي رغول شوي.


يو شمېر خلک د دغو چاودنو او د پلونو او لويو لارو د ويجاړولو مسوول طالبان بولي، خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول دغه تورونه نه‌دي منلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus