Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه وايي طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې لري

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې نوی راپور ښيي چې طالبانو د القاعده په ګډون له یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې نه دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې په خپل نوي راپور کې ویلي، طالبان له القاعده او د پاکستاني طالبانو یا 'ټي ټي پي' سره پیاوړې اړیکې لري او ترڅنګ یې یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واکمنۍ لاندې فعالیت او ازادي لري.


خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.




له دې وړاندې بيا د طالبانو حکومت له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې رد کړي او دا یې هم ویلي، اجازه به ور نه‌کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې دا راپور د جون په پنځمه د امينت شورا په ويبپاڼه خپور شوى، خو د په ملګرو ملتونو سازمان کې د ړنګ شوي جمهوري نظام سرپرست دايمي استازي نصير احمد فايق په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې دا راپور تېره ورځ خپور شوى دي.




په دې راپور کې راغلي، طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په دې تړون کې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.


د راپور پر بنسټ، ترهګرې ډلې له دې فرصت ښه ګټه اخلي او له همدې امله په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ مخ په زیاتېدو دی.


د امنیت شورا په راپور کې راغلي، داسې نښې نښانې شته چې ښيي القاعده خپله عملیاتي وړتیا بیا رغوي، تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې بریدونه کوي، بهرنیو ترهګرو ډلو د افغانستان په پولو کې ګواښ رامنځته کړی دی او ترڅنګ یې د داعش بریدونه زیات او پېچلي شوي دي.


تر دې وړاندې پاکستان هم ادعا کړې وه چې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري خو د طالبانو حکومت هغه ادعاوې رد کړې وې.




د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې کمېټې په خپل راپور کې دا ادعا هم شوې چې د ملا هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو اوسني رژیم د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر استبدادي، پښتون‌محوره او حذفي سیاست ته مخه کړې ده.


په دې راپور کې د طالبانو ترمنځ اختلاف ته هم اشاره شوې خو زیاتوي، ورځ تر بلې د طالبانو د مشر واک ډېرېږي.


د امنیت شورا د راپور پر بنسټ، د طالبانو مشر ملاهبت‌الله د خپلو پالیسیو د عملي کېدو لپاره د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت کړی او تر خوا یې هیڅ داسې نښه نه‌ شته چې وښيي چې کابل مېشتي طالب مشران دې؛ د دې پالیسیو په بدلون کې اغېز ولري.




خو طالبانو بیا له وړاندې د خپلو مشرانو ترمنځ اختلاف رد کړی، مګر په ځلونو د دوی د چارواکو ترمنځ د نجونو د زده‌کړو او په حکومت کې د نورو لوریو د مشارکت په اړه اختلافي نظریات اورېدل شوي دي.


په دې راپور کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې اړوند یادونه هم شوې چې د طالبانو یو شمېر مشران د کوکنارو په کښت او قاچاق کې لاس لري او دا هم له وخته مخکې ده چې د طالبانو د مشر له‌خوا د کوکنارو د بندیز په اړه د فرمان د عملي کېدو د اغېزو په اړه قضاوت وشي.


په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د نشه‌ يي موادو بیه لوړه او د متامفتامین تولید زیات شوی.


د طالبانو مشر تېر کال د کوکنارو او نشه‌ يي توکو کښت او قاچاق منع اعلان کړ، خو راپورونه ښيي چې د افغانستان په یو شمېر سیمو بیا هم کوکنار کرل شوي، هغه چې طالب چارواکي وايي، دوی یې د له‌منځه وړو لپاره کمپاین کوي.




خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل تېره اوونۍ رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ادعا کړې وه، چې د دوی د مشر له فرمان وروسته د کوکنارو کښت او قاچاق په افغانستان کې صفر شوی.


دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست په خپل ټویټر لیکلي وو چې د کوکنارو او تریاکو په تولید کې د پام وړ کمښت په برخه کې د طالبانو د تګلارو په اړه راپورونه د اعتبار وړ او مهم دي.


نوموړي لیکلي وو چې هر هېواد، په سیمه او بهر کې، له نشه یي توکو پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري.


خو د امریکا ګانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د ټام وېسټ څرګندونې، د شرم وړ او خورا ګمراه کوونکې بللې وې.


مایکل مککال په خپل ټویټر لیکلي وو، طالبان په فعاله توګه افغان ښځې او نجونې ځپي، په عام محضر کې اعدامونه کوي، امریکایان یرغمل نیسي، القاعده ته خوندي تروریستي ځایونه ورکوي او د امریکا له‌‌خوا د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژندل کېږي، خو بیا هم د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د دوی ستاینه مناسبه ګڼي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus