د ترکیې د توغندیو جوړېدو فابریکه کې چاودنې ۵ کارګر وژلي
دا چاودنه نن د 'ایم کې اي' توغندیو او چاودېدونکو موادو په فابریکه کې وشوه.
ياده فابریکه له انقرې څخه شاوخوا څلوېښت کیلومتره لرې ده.
د انقرې والي واسیپ ساهین خبریالانو ته وویل، د ژغورنې هڅو ته اړتیا نهشته ځکه چې نه څوک ایسار شوي او نه هم څوک ټپي شوي چې روغتون ته انتقال شي.