Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ترکاریو او مېوو ځینې پلورونکي د کابل ښاروالۍ له ټاکل شوي ځایه راضي نه‌دي

په کابل ښار کې د ترکاریو او مېوو یو شمېر پلورونکي وایي، د ښاروالۍ له‌خوا دوی ته په ټاکل شویو مارکېټونو کې یې کاروبار چندان ښه نه‌دی.


مېوه پلورونکی حسین انتقاد کوي چې د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالي، د ده په خبره دوی یو ناسم ځای ته انتقال کړي.


نوموړي وايي، داسې مارکېټ دی چې نه خلک ورته راځي او نه هم مناسب چاپېریال لري.


هغه وايي: "کراچۍ یې راوړي دلته یې تړلي دي، هېڅ سودا نه‌شته، خلک بېچارګان! د دې په اړه فکر نه‌کوي چې دوی دلته څه وکړي او څه ونه کړي، نه کانکریټ لري نه بل څه، همدا خټې، خاورې و شګې دي اخیستونکي نه‌شته، سودا نه‌شته."


د ترکارۍ یو پلورونکی رازق هم وایي، د کابل ښاروالۍ له‌خوا په ټاکلي سرای کې دوی د ګټې پر ځای تاوان کوي.


رازق دا هم وايي چې دوی اړ دي کابل ښاروالۍ ته په دې مارکېټونو کې میاشتنۍ کرایه هم ورکړي.


نوموړی وايي: "سودا نه‌شته، بیې هم ډېرې لوړې شوي دي. د خدای په غضب ګرفتاره یو، له مجبورۍ دلته ترکاري پلورو، تر نیمایي ډېر مال مو خرابېږي، نیمایي نور یې هم د دوکان په کرایه کې ځي، د تاوان په سر تاوان دی."


مېوه پلورونکی نعیم وایي، د کابل ښاروالۍ له‌خوا ټاکلي ځای کې اخیسونکي کم راځي، نو دا چې سودا کمه کېږي دې ته اړ شوی چې میوې په لوړه بیه وپلوري.


دی وایي، سره له دې هم نه‌شي کولای خپل لګښتونه پوره کړي.


نعیم ازادي راډيو ته وویل، د میاشتې ۸۰۰ افغانۍ کابل ښاروالۍ ته د ټاکلي ځای کرایه ورکوي.


نوموړی وايي: "دا پروسه چې کابل ښاروالۍ پیل کړې، د دوی په عقیده مارکېټ یې جوړ کړی څو وکولای شي ښاریانو سره مرسته وکړي، خو نه موږ ته واقعيت دا یوه ستونزه ده. ستونزه دا ده چې دلته خلک بلد نه‌دي، مال او جنسونه هم دلته قیمته دي او ډېری برخه یې خرابېږي."




خو د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، ځانګړو ځایونو ته د کراچیو له انتقال څخه د دوی موخه ښاري نظم راوستل دي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل، د هرې سیمې کرایه د ځای د موقعيت پر بنسټ ده چې کومه ناحیه کې ډېره، کومه کې کمه او په کومه کې په متوسط ډول سودا کېږي.


بارکزی وايي: "هر ځای او هره سرای چې کابل ښاروالۍ ټاکلی دوی هلته انتقال شوي، هلته فعالیت کوي. موږ اجازه نه ورکوو چې ښاري نظم خراب کړي، په ځانکړي ډول د مېوو او ترکارۍ پلورونکي ځکه موږ ورته مارکېټ مشخص کړی او دوی په هغه مارکېټ کې فعالیت کوي او هر څوک چې مېوو او ترکاریو ته اړتیا ولري نو انشاالله همغه مارکېټ ته به ځي."


خو نوموړي د ثبت شویو کراچیو د شمېر او دا چې په میاشتني ډول دوی له هرې کراچۍ څومره کرایه تر لاسه کوي، څه ونه ویل.


کابل یو ګڼ مېشتی ښار دی.


مخکې تر دې به ډېری پلورونکو د واټونو پر سر له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې خپلې کراچۍ درولې او سودا به یې پلورله، خو د طالبانو حکومت له یو مودې راهیسې، ځانګړو مارکېټونو او ځایونو ته د دوی د انتقال بهیر پیل کړی دی.


د یادونې ده چې دا کار په وار وار په مخکېني جمهوري نظام کې هم د کابل ښاروالۍ له‌خوا شوی و، خو له یوې مودې وروسته به کیسه بېرته زړه په زړه شوه او د پام وړ نتیجه یې نه وه ورکړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus