Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نوي کال لومړۍ ورځ؛ سباوون: د نوروز د نمانځلو څه نه تر سترګو کېږي

نن سې شنبه د ۱۴۰۲ لمریز کال د نوي کال لومړۍ ورځ ده.


د پلازمېنې کابل او شمالي ولایت بلخ یو شمېر اوسېدونکي وايي، سږ کال د نوي کال او د نوروز پر مهال په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه نه شته او هر څوک په خپل ورځني کارونو بوخت دي.


سباوون چې د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکی دی، وايي چې سږ کال په دې ښار کې د نوروز د نمانځلو هېڅ څرک نه شته.


هغه وویل: "سږ کال په مزار شریف ښار کې د نوروز نمانځل د تېرو کلونو په څېر نه دي، هېڅ ګڼه ګوڼه نه شته، د عادې ورځو په څېر خلک خپل کاروبار کوي او د نوروز د نمانځلو څه نه تر سترګو کېږي."


د پلازمېنې کابل اوسېدونکی افندي سنګر هم وايي چې په کابل ښار کې د نوروز د نمانځلو او نوروزي مېلو په اړه څه نه شته او نه هم څوک د تېر په څېر تفرېحي پارکونو او میله ځایونو ته تللي دي.


سنګر وویل: "په تېرو کلونو کې به نوروز په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده، خو نن چې زه د کابل په ښار کې یم، ګورم چې په پارکونو کې هیڅوک نه شته، رخصتي هم نه ده ورکړل شوې، نن یوه رسمي ورځ ده، ګڼه ګوڼه نه شته، خلک تفرېحي پارکونو ته نه دي تللي او نورو نه نمانځي. اصلاً فکر نه کېږي چې نن دې د نوي کال لومړۍ ورځ وي."




په ورته وخت کې یو شمېر بې وزله کورنۍ وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د نوروز نمانځلو ته هېڅ تیاری نه دی نیولی.


د کابل اوسېدونکې ازادې، ازادي راډيو ته وویل: " نن نوروز دی، خو ما هېڅ تیاری نه دی نیولی، د دې لپاره چې اقتصادي ستونزې لرم، زه هم بې روزګاره یم او خاوند مې هم بې کاره دی، موږ په کرايي کور کې ژوند کوو."


د مزار شریف اوسېدونکې نجیبې وویل: "زه اصلا ًنوروز نه لرم، نن هم کارکولو ته راوتلې یم، زه په یوې مړۍ ډوډۍ پسې سرګردانه یم، نه نوروز لرم او نه اختر."


یو شمېر سپین ږیري چې د نوروز له مېلو ښې خاطرې لري اوسني حالت ته اندېښمن دي او وايي، تېرو حکومتونو به د نوروز لپاره خلکو ته د خوښۍ زمینې برابرولې.


۶۵ کلن حبیب الله ازادي راډيو ته وویل: "جشنونه به وو، شپه ورځ به په حضوري چمن کې ښکته پورته کېدو، ډېر ښه تفرېح به برابره شوې وه، د حکومت له لوري به اجازه ورکول کېده چې خلک د موسیقۍ کمپونه جوړ کړي، یا به استاد سراهنګ یا هم استاد هماهنګ راتلو خلکو ته به یې موسیقۍ کوله خلکو به ټکټونه اخیستل او د کنسرت ننداره به یې کوله."


خلک وايي، پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې یې نوروز نه دی نمانځلی او د مېلو او خپلو خپلوانو کره د تګ پر ځای د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په فکر کې دي.


په تېرو کلونو کې به د نوروز جشن د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې نمانځل کېده.


خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عنن منکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډيو ته وویل چې د نوروز نمانځل په اسلام کې حرام دي.


نوموړي له خلکو هم وغوښتل، چې باید دا ورځ ونه نمانځي، خو په خبره یې که څوک یې نمانځي دوی یې مخه نه نیسي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus