Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اسټرالیايي سرتېری د یوه افغان د وژنې په تور نیول شوی

ګارډین:


د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د اسټرالیا د یوه پخواني پوځي د نیولو په تړاو مقاله خپره کړې ده.


پر دغه سرتېري تور دی چې افغانستان کې یې د ماموریت پر مهال یو ملکی کس وژلی دی.


دغه ۴۱ کلن پوځي اولیور شولز نومېږي او اوس د اسټرالیا فدرالي پولیسو د جنګي جنایت په تور نیولی دی.


ټاکل شوې چې شولز د روان میلادي کال په ترڅ کې محکمې ته حاضر شي.


ګارډین د اې بي سي شبکې د انځورونو پر بنسټ ویلي، شولز د ارزګان ولایت د غنمو په یوه کرونده کې شاوخوا لس کاله وړاندې یو افغان په داسې حال کې په ډزو وواژه چې هغه خپل لاسونه هم پورته نیولي وو.


د مطلب په دوام کې راغلي، شولز د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د لوی څارنوال د هغو څلور کلنو څېړنو له مخې نیول شوی چې د معتبرو شواهدو پر اساس یې اسټرالیایي ځواکونه افغانستان کې د ۳۹ ملکي افغانانو په وژنه تورن کړي دي.


تر دې څېړنو وروسته د اسټرالیا ۱۹ پخواني او اوسني سرتېري یوې ځانګړې پلټنې ته وړاندې شول چې معلومه کړي د عدلي تعقیب لپاره یې کافي شواهد شته او که نه؟


که چېرته د اسټرالیا محکمه شولز په جنګي جنایت محکوم کړي، تر ټولو درنه سزا یې ابدي حبس کېدلی شي.


د ګارډين په لیکنه، دا لومړی ځل دی چې د اسټرالیا د قانون له مخې د دغه هېواد برحاله یا پخوانی سرتېری له داسې تور سره مخامخ شوی دی.


اسټرالیا که څه هم د ناټو غړې نه ده، خو ځواکونو یې د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې سرتېري درلودل چې تر ډېره ارزګان کې دېره وو.


په تېرو دوو لسیزو کې څه باندې ۳۹ زره اسټرالیایي سرتېرو افغانستان کې خدمت وکړ چې له دې ډلې یې ۴۱ تنه په بېلابېلو پېښو کې ووژل شول.


ډیلي مېل:


ډیلي مېل ورځپاڼې بیا د خوشحالۍ په نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو په ملاتړ پر هغې تازه درجه بندي باندې لیکنه خپره کړې چې فنلنډ یې د نړۍ خوشاله او افغانستان یې تر ټولو خفه هېواد بللی دی.


پرون د مارچ شلمه په ټوله نړۍ کې د خوشالۍ یا خوښۍ ورځ ونمانځل شوه.


د ډیلي مېل په وینا، په دې تړاو درجه بندي په ۱۳۷ هېوادونو کې د څه باندې یو لکو کسانو د مرکو پر اساس جوړه شوې ده.


فنلنډ شپږم کال دی چې د نړۍ په کچه د تر ټولو خوښ هېواد مقام ترلاسه کوي.


د درجه بندۍ په دې اصل کې هر هېواد ته په اوسط ډول لس نمرې په نظر کې نیول شوي چې فنلنډ دې ډله کې تر ټولو لوړې یعنې ۷ اعشاریه اته او افغانستان چې د جدول په پای کې دی، یو اعشاریه اته نمرې اخیستي.


که څه هم معلومه نه ده چې د کومو دلایلو له مخې افغانان د نړۍ تر ټولو خفه خلک بلل شوي، خو په دغه هېواد کې بشري ناورین د پام وړ دی.


ملګرو ملتونو ویلي، ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د ژوندي پاته کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus