Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طبي شورا وروستۍ ازموينه؛ نجونې: د ازموينې د وخت نه اعلانېدو مو ناهيلي ډېرې کړې ده

د افغانستان د طبي شورا له‌خوا چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي د نارینه‌و لپاره د " EXITE EXAM " ازموینې د نېټې له اعلان وروسته، یو شمېر نجونې چې غواړي دا ازموینه ورکړي، اندېښمنې دي چې ولې د دوی لپاره د ازموینې نېټه نه‌ده ټاکل شوې.


شکیلا حسیني چې تېر کال په کابل کې له طب پوهنځي فارغه شوې او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نه‌ده توانېدلي د طبي شورا ازموینه ورکړي وايي، له ډېرو ستونزو سره سره یې د ازموینې لپاره چمتووالی نیولی، خو په ازموینه کې د دوی ګډون مخنیوي اندېښمنه کړې ده.


نوموړې وايي: "موږ ته یې خبر را کړ چې ازموینه د سلواغې تر اخره اخيستل کېږي. ما یوه میاشت له سهاره تر ماښامه درس ووایه، تر څنګ مې یې خپل ماشوم هم غلی کاوه، څو ازموینه ورکړم. زه ناهیلي او اندېښمنه یم. اخر وخت کې یې وویل چې له ښځو دا ازموینه نه اخيستل کېږي."




مروې چې په کاپیسا کې یې معالجوي طب لوستی وايي، ډېر شمېر نجونې کابل ته د دې ازموینې د ورکړې لپاره راغلې وې، خو د ازموینې د نېټې نامعلوم برخلیک دوی اندېښمنې کړي دي.


اغلې مروا وايي: "زموږ وضعیت د ناهیلۍ دی. دا ډېر د اندېښنې ځای دی چې د ازموینې نېټه یې اعلان نه‌کړه. له ولایتونو کابل ته راتلل سخت دي او ډېر شمېر نجونې د ازموینې لپاره له ولایتونو کابل ته راغلې. دلته پاتې کېدل ستونزمن دي. موږ غواړو چې هر څه ژر له موږ ازموینه واخلي."




له طب فارغه شوې بهار بارکزۍ هم له ورته برخلیک سره مخ ده او د ازموینې ځنډېدو اندېښمنه کړې ده.


دا محصله وايي: "موږ د بایومیټریک د اعلان په تمه وو، خو د نوي مکتوب له مخې تر امر ثاني زموږ ازموینه معلومه نه‌ده. هغه ډول چې نجونې له کار و زده‌کړې تر امر ثاني محرومه شوې، موږ به هم له ازموینې محرومه شو."




د طالبانو تر کنټرول لاندې طبي شورا وړمه ورځ یوه مکتوب کې ولیکل، چې دا شورا له نارینه‌و وروستۍ ازموینه یا EXIT EXAM د سلواغې په ۲۹مه اخلي.


په دې مکتوب کې دا یادونه هم شوې چې له طب د فارغو شویو نجونو ازموینه د متقاضیانو د زیات شمېر او د اسانتیاو د کمې له امله جلا اخستل کېږي، خو نېټه یې مشخصه کړې نه‌ده.


و مو غوښتل چې په دې اړه د افغانستان له طبي شورا سره خبرې وکړو، خو بریالي نه‌شو.


خو په دغه شورا کې یوه سرچینه چې نه‌غواړي نوم او غږ یې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل، تر اوسه د نجونو د ازموینې په اړه بحث نه‌دی شوی او له هغوی به ازموینه هم وا نه‌خيستل شي.




خو په ټولنیزو رسنیو او تر څنګ یې له طبه د فارغو شویو نجونو له دې نیوکو وروسته، د طالبانو د ازموینې د ملي ادارې له خوا نن یوه بله اعلامیه خپره شوه چې په‌کې یې لیکلي، دا ازموینه په دوو پړاونو کې اخيستل کېږي چې له هلکانو وروسته به، له نجونو هم واخيستل شي.


د طبي شورا ازموینه د معالجوي طب او ستوماتولوژي له فارغو شویو کسانو اخيستل کېږي چې وروسته بیا د کار جواز ورکول کېږي.


د طبي شورا له ازموینو پاتې شوې نجونې داسې مهال د خپلې ازموینې د ځنډ په اړه اندېښنه ښيي چې په طالبانو له دې امله بې باوري زیاته ده چې دوی له وړاندې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړي او تر خوا یې د نجونو پوهنتونونه یې هم تړلي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus