Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو پر کړنو د نيوکو دوام؛ حنفي: يو مفتي بايد د منع کولو ترڅنګ تګلارې هم وړاندې کړي

د طالبانو له مشر نه د انتقادونو په دوام، د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د یو مفتي دنده یوازې د ممنوعیت وضع کول نه‌دي، باید خلکو ته لاره چاره هم وښيي.


ښاغلي حنفي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، په کابل کې د مرکزي پوهنتونونو استادانو ته په یو جوړ شوي دیني او علمي سیمینار کې وکړې، خو نوموړي د کوم خاص کس نوم وانه‌خیست.




ښاغلي حنفي وویل: "د یو مفتي دنده یوازې دا نه‌ده، چې ووايي، هذا منعٌ منعٌ منعٌ، په داسې حال کې چې د یوې مسلې ممنوعیت بیانوي باید مسلمانانو ته یوه سمه لار هم وښيي، په دې ډول، چې دا لاره ناسمه ده خو که په دې لاره ځئ سمه او صحیح ده."


مخکې تر دې بیا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني ویلي وو، په افغانستان کې اوسنی وضعيت د منلو نه‌دی او باید اصلاحات رامنځته شي.


نوموړي د دوشنبې په ورځ په خوست کې د دیني عالمانو او حافظانو د فراغت په یوې غونډه کې وویل، د ځینو کسانو په ذهن کې د واک انحصار او د ټول نظام چیلنجول په یوه اساس بدل شوي دي.




خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د یکشنبې په ورځ د کوم چا له نوم اخیستلو پرته وویل، په امیر یا هم کوم دولتي چارواکي باید نیوکه پټه مطرح شي.


خو نوموړي دا هم وویل، په هغه کسانو چې نیوکه هم کېږي، باید دا برداشت ولري، ځکه شاید د زرګونو کسانو په زړه کې دا خبرې وي، خو نه یې شي ویلای.


دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې د دلوې میاشتې په ۱۶ نېټه ویلي و، چې په کندهار کې د نارینه‌و له‌خوا له زده‌کړو او کار د ښځو راګرځونې د افغانستان ټوله ټولنه له خوړو او راتلونکي محروموي.


دا انتقادونه داسې مهال مطرح کېږي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله لا تر اوسه په رسنیو کې نه‌دی ښکاره شوی، او پر ښځو د محدودیتونو د فرمانونو په ګډون ټول فرمانونه له کندهاره صادروي.


د یادونې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي هم مخکې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پر پرېکړې څو ځله نیوکه کړې او ویلي یې و، چې د اسلام له نظره د علم زده‌کړه پر نارینه او ښځو دواړو فرض ده.


ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر نجونو او ښځو د محدودیتونو پر دوام او په تړاو یې د کورنیو او نړیوالو فشارونو وروسته، چې په پایله کې یې د ملګرو ملتونو سازمان پلاوي هغه هېواد ته سفر کولو ته اړ کړل، طالبان په خپلو کې ویشل شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus