Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په کراچۍ کې يو بل افغان بندي مړ شوی، لور یې لا هم په زندان کې ده

د پاکستان سيند صوبې چارواکي وايي چې يو بل افغان بندي په يو زندان کې مړ شوی دی.

د کراچۍد لانډي جیل مشر ارشد حسين د جنورۍ پر ۲۸ مه مشال راډيو ته وويل چې د ولي خان په نوم دغه افغان وګړی د جنورۍ په ۲۲ مه په زندان کې ناروغه شوی وو. هغه زیاته کړه چې نوموړی یې د درملنې لپاره جناح روغتون ته ويوړ خو هلته یې ساه ورکړه.


حسین زیاته کړه: "د ولي خان جسد په کراچۍ ښار کې د خير ښېګړې ادارې،‌ چېپا، په مرده خانه کې پروت دی."


په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د کراچۍ کونسلګرۍ لپاره ټاکل شوي کونسلر، سید عبدالجبار وايي چې خپل وطن ته یې د ولي خان جسد استولو لپاره هڅې پيل کړې دي. نوموړي د جنورۍ پر ۲۹مه،‌ مشال راډيو ته وويل چې  دا وخت په سيند کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور خوا او شا ۱۰۰۰ افغانان په زندانونو کې دي.




په دغو بنديانو کې د مړ شوي‌ ولي خان لور هم ده. د نیول شویو افغانانو وکیلې، منیزې کاکړ د جنورۍ پر ۲۸مه، مشال راډيو ته وويل چې د سیند پوليسو، ولي خان او د هغه لور تير کال د نومبر په مياشت کې په اورنګي ټاون کې د قانوني اسنادو د نه درلودلو په تور نیولي وو. د هغې په وينا کوښښ کوي چې د ولي خان لور له زندانه خوشې کړي. 


د سيند پولیسو د صوبې په بېلابېلو برخو کې له تېر کال راهیسې د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې هغه افغانان نيولي چې د دوی په وينا وېزه او د اوسېدو اسناد نه لري. له دغو څخه، تیر کال  دوه افغانان په دوو بېلابېلو زندانونو کې مړه شوي وو. ځيني افغانان د بند مودې تر تيرولو او جرمانې تر ادا کولو وروسته، خپل هېواد ته ستانه شوي دي. 


پښتون ژغورنې غورځنګ څو ځل په کراچۍ کې د پولیسو د کړنو په خلاف مظاهرې کړې او د افغانانو د نه نيولو غوښتنې یې تکرار کړې دي. دوی ادعا کوي چې د سیند پوليسو د پښتنو او افغانانو سره توپيري چلند کوي. د سیند صوبايي حکومت، د ملګرو ملتونو، بشري حقونو ادارو او د ټولنيزو رسنيوو کاروونکو د نيوکو سربیره هم، د پولیسو لخوا د افغانانو د نيولو دفاع کړې ده.‌


د صوبې د اطلاعاتو وزير، شرجيل مېمن د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خبریالانو ته ويلي‌وو هر څوک چې قانوني اسناد او وېزه نه لري، هغه به نيول کيږي. خو په پاکستان کې د کډوالو سره مرسته کوونکې، يوې غيرسرکاري ادارې، شارپ چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې ځيني افغان د اسنادو په درلودو سربیره هم نيول شوي دي چې د پاکستان له قوانينو او له بشري حقونو سرغړونه ده.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus