د کوربه هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرېکټ درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د ۲۱ منډو په توپیر نیوزیلنډ وګټله.
نیوزیلينډ لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۷۷ منډو هدف یې وټاکه، چې هند یې په ځواب کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې.
د نیوزیلينډ په توپوهونکو کې ډیون کانوې او ډاري میچل نیمه سلیزې ووهلې.
د هند لپاره ورو توپ اچونکو واشنګټن سندر او کولدیپ یادف ښه توپ اچونه وکړه.
د هند په توپوهونکو کې بیا واشنګټن سندر خپله لومړۍ نیمه سلیزه ووهله.
دغه راز د شل اوریزو سیالیو لومړي نمبر توپوهونکی سوریا کومار یادوف بیا ۴۷ منډې وکړې.
د نیوزيلینډ په توپ اچونکو کې لوبډلمشر سنټر، فرګېسن او براس ویل دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
ډیري میچل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دویمه شل اوریزه لوبه د جنورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه ترسره شي.