د افغانستان ملي لوبډلې ځوان الراونډر عظمت الله عمرزي د بنګلهدېش په غوره لیګ سیالیو کې په خپلې عالي توپ اچونې سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.
ښاغلی عمرزی چې له رنګپور رایډرز لوبډلې لوبیږي په ۴ اورونو کې یې د پیاوړې لوبډلې(سیلهت سټرایکرز) ۳ لوبغاړي سوځولي دي او ۱۷ منډې یې ورکړي.
نوموړي وکړای شول چې د ټام مور، توحید او مشفق الرحیم مهمې ویکټې د لوبې په پیل کې ترلاسه کړي.
د عمرزي تر ښې توپ اچونې وروسته د سټرایکرز لوبډلې یوازې ۹۳ منډو هدف وټاکله چې رایډرز لوبډلې د ۴ ویکټو په لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ.
عظمت الله عمرزي په دې لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.