Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سړې هوا، سېلابونو، اورلګېدنې او د ګاز نیولو له امله ۱۰۴ افغانان مړه شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وايي، په افغانستان کې په تېرو ۱۱ ورځو کې د سړې هوا، سېلابونو، اورلګېدنې او د ګاز نیولو له امله ۱۰۴ کسان مړه شوي دي.


د غور ولایت اوسېدونکی عبدالظاهر وايي، اوه کلن زوی یې وړمه شپه د سړې هوا له امله مړ شوی دی.


نوموړي ازادي را‌ډیو ته وویل، درې نور اولادونه یې سخت ناروغه او روغتون کې دي.


هغه وايي: "څلور ماشومان مې د سړې هوا له امله ناروغه شوه چې یو یې مړ شو او درې نور یې اوس په روغتون کې بستر دي. په دا تېرو څلور شپو کې چې مې ماشومان ناروغان شول راغلم روغتون ته، زما خبرو ته چا پام ونه کړ، کله مې چې زوی مړ شو نو اوس هغه مرستې څه کړم، خو بیا هم د دولت نه غواړم چې راسره مرسته وکړي څو پاتې اولادونو مې روغ شي."


د عبدالظاهر په څېر ښايي په سلګونه نور کسان هم له ورته حالت سره مخ وي.


له هغې وروسته چې په افغانستان کې د سړې هوا څپه پیل شوه ګن شمېر بېوزله کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.


تازه طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت وزارت وايي چې یوازې دغې څپې او یو شمېر نورو عوامل د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې له سلو زیات کسان مړه کړي دي.


د دې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د ولایتونو پېښو سره د مبارزې ریاستونو د راپورونو له مخې، له بده مرغه د مرغومي له ۲۰مې څخه تر اوسه، په تخار، بدخشان، نیمروز، کندهار، لغمان، غزني، ارزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، پکتیکا، بلخ، سمنګان، بامیان او هرات ولایتونو کې ۱۰۴ کسان شهیدان، ۵۰ هستوګنځي په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي او نږدې ۷۰ زره څاروي له منځه تللي دي."


د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یو میاشت کې ۴۰ زره کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې د وزارت او ملاتړو مرستندویه موسسو په مرسته رسېدلي او وېشل شوي دي.


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یخنۍ څپه ورځ تربلې مرګونې کېږي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، د سختې یخنۍ له امله د افغانستان په لوېدیځ، ختيځ او شمال کې زرګونه څاروي مړه شوي دي.


اوچا د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټویټرپاڼه په دې اړه اندېښنه ښودلې و او لیکلي و، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۱.۲ میلیون وګړي بېړنیو خوراکي او کرنیزو توکو ته اړتیا لري د څارویو او شتمنیو له لاسه ورکولو سره به خلک نور هم له ستونزو سره مخ شي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې د طالبانو د حکومت له لورې د ښځینه کارمندانو د کار بندیز په دې هېواد کې د بشري مرستو بهیر سخت اغېزمن کړی او همدا اوس میلیونونه وګړي له سخت بشري بحران سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus