Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان په افغانستان کې د 'ټي ټي پي' پر ځپلو ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي چې هېواد به یې د تحریک طالبان پاکستان د غړیو پر ضد د افغانستان دننه عملیات ونه کړي، خو زرداري ټینګار وکړ چې افغان طالبان باید خپلې ژمنې ترسره کړي او له اسلام اباد سره د پاکستاني طالبانو د ځپلو په برخه کې مرسته وکړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د ترهګرو د ځپلو په برخه کې همکارۍ ته اړتیا شته.


بلاول بوټو زرداري په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې ترڅنګ له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې د جمعې په ورځ دا خبره هم وکړه چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره به چې پر پاکستاني طالبانو نفوذ لري د ترهګرو د مخنیوي په خاطر په ګډه کار وکړي.


په ورته وخت کې بوټو زرداري وویل چې هېواد یې دې ته لېواله نه دی چې د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره کې دننه عملیات وشي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې له اسلام اباد سره لاس یوسي څو پاکستاني طالبان'ټي ټي پي' او نورې ترهګرې ډلې چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پیښوي وځپي.


بوټو زرداري له واشنګټن پوسټ سره تر مرکې مخکې په داووس کې دا خبره هم وکړه چې له افغان طالبانو سره باید د سولې خبرې ډېرې مخکې شوې وای.


هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې موږ ډیر وخت ضایع کړی دی، بېرته که دوه زره دویم کال ته ستانه شو، هغه وخت افغان طالبان دې ته لېواله و چې تسلیم شي او د سولې خبرې وکړي، خو موږ له دې فرصته په جدیت استفاده ونه کړه."




د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان تورن کړ چې له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره مرسته کوي چې غړي یې ځانونه پټ کړي.


ده دا تور هم پورې کړ چې عمران خان له ټي ټي پي سره نظریاتي خواخوږي لري.


بوټو زرداري زیاته کړه چې عمران خان د ټي ټي پي زندانیان خوشې کړې دي او له دې ډلې سره یې مذاکرات کړې دي.


کله چې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر څخه پوښتنه وشوه چې دی دا هیله لرې چې د طالبانو حکومت به د تحریک طالبان پاکستان پرضد عملیات وکړي، بوټو زرداري په ځواب کې وویل چې دا د اسلام اباد تمه ده او طالبانو دا ژمنه کړې ده چې دوی به په خپله خاوره کې ترهګر نه پرېږدي چې فعالیت وکړي.


بوټو زرداري د خپلو خبرو په ترڅ کې په کابل کې د جدې میاشتې د یو ویشتمې نېټې برید هم وغانده چې د بهرنیو چارو د وزارت مخې ته وشو. د ملګرو ملتونو په وینا په دې چاودنه کې لس کسان ووژل شول او تر پنځوس ډېر ټپیان شول.


بوټو زرداري وویل چې پاکستان او افغانستان د ترورزم قرباني شوې دي او دا دواړه هېوادونه باید د ترهګرو پرضد په ګډه کار وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus