دا څلور کسه د یوه هوټل په خونه کې وژل شوي دي.
د غزني امنیه قومنداني ویاند ابو خالد سرحدي رسنیو په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، دغه کسان د چهار شنبې په ورځ د غزني ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند د غلې منډيي په سیمه کې وژل شوي.
نوموړی وايي په وژل شوو کسانو کې یو سړی، یوه ښځه، یو هلک او یوه نجلي شامل دي.
نوموړي ويلي: "د غزني ولایت د درېیمې امنیتي حوزې په ساحه کې، غلې منډيي ته څېرمه، د ابراهیمزي مارکېټ په دوبۍ هوټل کې نن څلور تنه هېوادوال وژل شوي، دغه کسان د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالۍ د مسجد کلي اوسېدونکي دي، د وژل کېدو علت یې تر اوسه معلوم نهدی، د دغه کسانو مړي د طبي معلوماتو په تړاو حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي."
نوموړی وايي، چې کله هم د دغه پېښې څېړنه وشي معلومات به یې له رسنيو سره شریک شي.