Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره د ګازو د نیولو امله مړینې هم ډېرې شوې

په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره د ګازو د نیولو امله مړینې هم ډېرې شوې دي.


سهراب داوړ چې د وزیرستان اوسېدونکی و او د ناامنیو له امله ۸ کاله مخکې خوست ته کډوال شوی و، څلور ورځې مخکې د ګاز نیولو په پېښه کې خپله دی او درې اولادونه‌یې ووژل شول او یوازې مېرمن‌یې ژوندۍ پاتې شوه چې اوس په روغتون کې بستر ده.


د سهراب یو نږدې خپل رفیع‌الله ازادي راډيو ته وویل، نوموړی هر سهار وختي لمانځه ته راپاڅېده، خو په هغه ورځ‌یې چې درک ونه‌لګېد، کور ته‌یې ورغی او بیا یې چې څه ولیدل، د سترګو لیدلی حال یې شریک کړ.


هغه وویل: "په دې ورځ‌یې ناوخته کړ، زموږ خپلوان ورغلي وو او له شیشې یې ورکتلي وو چې ګډوډ پراته دي. ما ته‌یې وویل چې دوی، خو داسې ګډوډ پراته دي او لمانځه ته هم جګ شوي نه‌دي، زه چې ورغلم، ومې‌کتل چې ټول په ډېر بد حال وو، ژر مې کړکۍ خلاصه کړه، خو اندازه راته ولګېده چې ساه نه‌اخلي. په دې پېښه کې قاري صیب (سهراب) او درې لوڼې یې وفات شوي وو، خو مېرمن‌یې وژغورل شوه."


رفیع‌الله وايي، د هوا له سړېدو سره سهراب ګازي بخارۍ کاروله او څو ځله‌یې دوی ته شکایت هم کړی و چې نیمه شپه‌یې سر ګنګسېږي چې د دې ګنګسیت د لیرې کېدو په خاطر یې له ملا تعویذ هم اخیستی و، خو له دې ناخبره چې دا ستونزه د ګازي بخارۍ له امله ورته رامنځته کېده او له همدې امله مړ هم شو.


دا په وروستیو کې یوازنۍ پېښه نه‌ده چې د ګاز نیولو له امله په‌کې خلک مري، دوه ورځې مخکې په کندهار کې هم د یوسف په نوم یو زلمی چې د ښوونځي زده‌کوونکی و، په ورته پېښه کې مړ شوی و.


تر دې پېښې مخکې په کابل او زابل کې هم د ګاز نیولو له امله د خلکو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.


که څه هم ځیني د ډېری دې پېښو لامل اقتصادي ستونزې بولي چې خلک‌یې له امله باکیفیته او بې‌ضرره سونګ توکي نه‌شي اخیستلای، خو ډاکتر حنیف حیران د دې پېښو په ډېرېدو کې د خلکو بې‌احتیاطي هم یو مهم لامل یادوي.


حیران وايي: "خلک په دې برخه کې بې‌احتیاطي کوي، د ځینو ګاز ډبو نلونه لیک کېږي یا هم ځينې یې د خوب په وخت کې لګوي چې داسې باید ونه‌شي. هر وخت چې له ګاز ډبې څخه استفادي کېږي، باید مطمئن شو چې خپله ډبه او نل‌یې لیک نه‌وي او له کوم ځای څخه‌یې ګاز ونه‌وځي، که په ویښه کې ګازي بخارۍ لګوئ، پروا نه‌کوي خو که ویده کېږئ، باید بنده‌یې کړئ."


ډاکتر حیران همدا شان وړاندیز کوي چې د شپې مهال باید ګاز ډبه د خوب په خونه کې پرېنښودل شي، ځکه ډېر وخت د ګاز ډبو د چاودنې له امله هم بدې پېښې رامنځته کېدای شي.


حیران زیاتوي، له ګازي بخاریو ورهاخوا د ډبرو سکرو او نورو بخاریو سره هم باید په ژمي کې ډېر احتیاط وشي چې د بدو پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.


د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې هم ګڼ کسان د ګازي بخاریو له امله وژل شوي، خو په دې برخه کې د عامه پوهاوي د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله لا هم خلک دا بخارۍ کاروي چې د بې‌احتیاطۍ له امله‌یې ډېر کله خلک وژلي هم دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus