Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

رسنۍ: په افغانستان کې د هند پروژې له خنډ سره مخ شوي

په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت له امله په دې هېواد کې د هند له لوري پیل شوې د بیا رغونې پروژې له خنډ سره مخ شوي دي.


د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې په جنیوا کې د افغانستان په اړه په کنفرانس کې د وینا پر مهال، د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وویل:  "هند په افغانستان کې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له ۴۰۰ څخه زیاتې پروژې پیل کړي دي.




نوموړي وویل هند په افغانستان کې د بېلابېلو پرمختیايي پروژو له لارې تر ۳ بیلیون ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.


هند په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک عملیات ودرول، خو په کابل کې یې په خپل سفارت کې یو تخنیکي ټیم ځای پر ځای کړ.




د ان ډي ټي وي په یوه خپور شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د هند پروژې له خنډ سره مخ شوې.


د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه کړکېچ د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت له امله دی.


یاد وزارت په افغانستان کې د هند د پروژو په اړه دغه څرګندونې د پارلمان یوې غونډې کې وکړې.


د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې د هند په ګډون ډېرو هېوادونو په افغانستان کې خپلې پروژې درولي دي.


په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت وايي، په هېواد کې د پرمختیايي پروژو بیا پیلېدل به خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.


د دې وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب، وایي په وروستیو کې هندي چارواکو لخوا د نیمګړو پروژو د چارو د بیا پیلېدو او بشپړېدو ډاډ ورکړل شوی.


نوموړي ازادي راډيو سره په یوه مرکه کې وویل: "د هندوستان هېواد د مخکېنۍ هوکړې پر بنسټ ۵۷۷ پراختیایي پروژو مالي ژمنه د افغانستان سره درلوده، چې له دغو پروژو څخه یو شمېر یې نیمګړې پاتې دي او تکمیل شوي نه دي، البته دا پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې دي چې له څه د پاسه یو نیم کال راهیسې د دغو پروژو کار متوقف و."


شنونکي وايي، د هند په مرسته د پروژو بیا پیلېدل به له سیمې سره د افغانستان اړیکې ښې کړي او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.


تر دې مخکې د ښار جوړونې وزارت ویلي و چې تمه ده هند په افغانستان کې پر ۱۲ پروژو کار پیل کړي.


هند د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته هم افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.


دې هېواد د کرونا ناروغۍ د شدت پر مهال له افغانستان سره د خوراکي خوندیتوب د برابرولو په موخه د ۷۵ زره ټنه غنمو بشري مرستې تر سره کړی.






دا د هغو مرستو دوام دی چې هند یې له کلونو راهیسې افغانستان سره کوي.


د بشردوستانه مرستو سربېره، هند په افغانستان کې مهم سړکونه، بندونه، د برښنا د لېږد لینونه، سب سټېشنونه، ښوونځي او روغتونونه جوړ کړل، خو اوس د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله په افغانستان کې د هند له خوا شوې پانګونې له خنډ سره مخ شوي.


د افغانستان د پارلمان ودانۍ جوړول، د حبیبې لېسې بیا رغول، په کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو روغتون جوړول ۴۳۳ نورې پراختیايي پروژې د هند د حکومت لخوا افغانستان کې بشپړې شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus