Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د فراه ولایت کروندګر: د کوکنارو پر ځای مو غنم کرلي، خو وچکالۍ اندېښمن کړي یو

هغه بزګران چې پخوا به يې د فراه ښار شاوخوا ځمکو کې کوکنار کرل، سږکال يې غنم کرلي او پر دې نوي فصل دوې اوونۍ تېرې شوي دي.


د فراه ولایت يو بزګر عبدالستار چې په خپله ځمکه کې په کښت بوخت دی وايي، سږکال يې د طالبانو د حکومت په غوښتنه غنم کرلي دي، خو دی وېره لري چې سږکال به هم وچکالي وي او هغه حاصلات به ترلاسه نه کړي چې دی يې تمه لري.


نوموړی وايي: "اوس مې پنځلس جريبه کښت کړی دی، که باران وشو، خو يو څه به لاس ته راشي، خو که باران و نه شو، په سولري اوبو د کښت خړوبول موږ ته تاوان کوي، ځکه سره هم ګرانه ده، یو من غنم موږ ته په زر افغانۍ تمامېږي. له امارت څخه زما غوښتنه دا ده چې له بزګرو سره د سرې مرسته وکړي."


عبدالستار وايي، د طالبانو حکومت له دوی سره ژمنه کړې وه چې د حلال کښت په صورت کې به له دوی سره مرسته کوي، خو تر اوسه يې دا کار نه دی کړی.




احمد د فراه یو بل بزګر دی چې په خپله پنځه جريبه ځمکه کې يې غنم کرلي دي، خو د خپل کښت د اوبولو امکانات نه لري، دی هم د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې مرستو ته سترګې په لاره دی.


نوموړی وايي: "د افغانستان له اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې څخه زما غوښتنه دا ده چې د کوکنارو پر ځای زعفران او انجه رواج کړي تر څو له دې لارې خلک وکولای شي خپل ژوند مخ ته يوسي."


۹ مياشتې مخکې د طالبانو حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع کړ.




که څه هم هغه مهال له بزګرو سره ژمنه شوې وه چې د کوکنارو نه کرلو په صورت کې به له هغوی سره د بديل کښت مرستې کېږي، خو تر اوسه نه د طالبانو د حکومت او نه هم د نړیوالې ټولنې له خوا له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرستې شوي دي.


د فراه ولایت يو اوسېدونکی سلطان په دې ولایت کې د کوکنارو پر کښت د بنديز له امله خوښ دی، خو دی دا اندېښنه لري که له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرسته و نه شي، دا کار به د بېوزلۍ د ډېرېدو سبب شي.




نوموړی وايي: "د کوکنارو د کښت منع کول یو شرعي او قانوني عمل دی، خو د دې بوټي له کښت سره په افغانستان کې د ميليونونو انسانانو ډوډۍ تړلې وه، باید د دوی لپاره بديل معيشيت په پام کې ونيول شي، څرنګه چې د افغانستان خلک له بې‌چارګۍ او بې‌وزلۍ سره مخ دي باید له دوی سره د کوکنارو د بديل کښت او بې‌لاعوضه مرستې وشي."


د فراه ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند محمد نسيم بدري پرته له دې چې له بزګرو سره ځانګړو مرستو ته اشاره وکړي ژمنه کوي چې، دوی به له بزګرو سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې مرسته وکړي.


په ځينو ولایتونو کې بزګران داسې مهال د کوکنارو د کښت پر ځای د غنمو کښت ته مخه کوي چې، ملګرو ملتونو تازه ويلي، د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت منع کولو فرمان عملي کولو ته دوام ورکوي، خو دا به تر وخت مخکې قضاوت وي چې د کوکنارو د کښت او تارياکو د توليد کمولو په اړه خوشبین و اوسو.

------------------------

راپور: حفیظ الله نورزاد

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus