Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونو افغانستان کې په لنډمهالي ډول خپل يو شمېر پروګرامونه ځنډولي

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د یو شمېر مرستندویه موسسو د فعالیتونو د ځنډولو په دوام په دغه هېواد کې د ځینو حساسو پروګرامونو د ځنډولو اعلان کړی دی.


د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ ناوخته له ځینو بنسټونو سره د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړ، چې د ښځو پر کار د بندیز له امله وړاندوینه کوي، چې په افغانستان کې به د دغه سازمان ډېر نور فعالیتونه هم ودرول شي.




په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ښځینه مرستندویه کارکونکو پرته ځینې مسلکي او تخصصي بشري مرستې نه‌شي کېدلی او د مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه د مذاکرې وړ نه‌ده، باید دوام ومومي.


د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږی کوونکي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس، د ملګرو ملتونو د ادارو رئیسانو او یو شمېر مرستندویه ډلو په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي، هيڅ هېواد نه‌شي کولی، چې خپل نیمايي نفوس په ټولنه کې له ګډون څخه بې برخې کړي اوله طالبانو یې غوښتي، چې د ښځو د کار او زده‌کړې د منع کولو پرېکړه لغوه کړي.




بل‌خوا د جرمني حکومت ویلي، په پام کې لري، چې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې وځنډوي.


د جرمني د پراختیا وزیرې سونیا شولزه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په افغانستان کې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو په بندیز لګولو سره د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې غیر مسوولانه ضربه رسولې ده.


اغلې شولزه وړاندې لیکلي، چې له ښځینه کارکوونکو پرته موسسې نه‌شي کوی چې په ډېرو سيمو کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي او ویلي یې دي، د دې طرفداره ده، چې له افغانستان څخه د جرمني اوسنی ملاتړ وځنډيږي.


تر دې وړاندې بیا د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننا لینا بایربوک هم په خپل ټویټر لیکلي وو، چې دوی دا نه مني چې طالبان دې بشري مرستې ښځو سره د خپل چلند قرباني کړي.




اغلې بایربوک ویلي، هغه کسان چې ښځې او نجونې له کار، زده‌کړې او ټولنیز ژوند څخه بې برخې کوي نه یوازې دا چې خپل هېواد ویجاړوي، بلکې د جنسیت پر بنسټ ځورول د بشریت ضد جرم دی.


هغې ټینګار کړی، چې دوی په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې پیاوړي ځواب ته ژمن دي.


په تېرو څو ورځو کې یو شمېر نورو مرستندویه موسسو لکه پاملرنې، د ماشومانو د ساتنې سازمان او د ناروي کمېټې په افغانستان کې د طالبانو د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې په نادولتي موسسو کې یې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی و، خپل فعالیتونه ودرول.


دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون یو شمېر هېوادونو او سازمانونو د ښځو پر زده‌کړو، کار او ژوند د بندیزونو پر لګولو نیوکه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې ژر تر ژره دغه بندیزونه لرې کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus