زلنسکي: اوکراين د روسيې د يرغل په وړاندې د زړورتيا له کبله نړۍ کې په رسميت پېژندل شوی
ولودمیر زلنسکي د خپل بیرق اسماني او زیړ رنګ د ازادۍ سمبول وباله او له خپله پوځ یې مننه وکړه چې د روسیې په وړاندې جنګیږي.
روسیې څه باندې لس میاشتې وړاندې پر اوکراین ناموجه یرغل پیل کړ چې لا هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو یوه راپور کې چې تازه خپور شوی راغلي، دې موده کې نژدې ۷ زره ملکي اوکراینیان وژل شوي او نژدې یولس زره نور ټپیان شوي دي.