Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په کور کېنول شوې ځینې ښځینه کارکوونکې: طالبان زمونږ معاشونه نه راکوي

د دفترونو یو شمېر ښځینه کارکوونکې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کورونو ناستې دي وايي چې د طالبانو حکومت خپلو ژمنو سره سم دوی ته معاشونه نه دي ورکړي.


ای نور وايي، مخکې له دې چې طالبان بيا واک ته ورسېږي، د کابل ښاروالۍ د يوې ناحيې مرستياله وه.


د نوموړې په خبره، د طالبانو حکومت دا او د دې يو شمېر نورې همکارانې په کور کېنولې او ژمنه يې کړې وه چې معاشونه به یې ورکړي.


خو هغه وايي، د طالبانو حکومت یوازې د دوو میاشتو معاش دوی ته ورکړی او هغه هم کم، خو نور د معاشونو خبر نه شته.


ای نور ازادي راډيو ته وويل چې د کورنۍ مالي لګښت يې پر غاړه دی او د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د مالي ستونزو له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شوه.


نوموړې زیاته کړه: "موږ ته ویل شوي وو چې تاسو په کور کې پاتې شئ، موږ به ستاسو معاشونه درکړو او ستاسو بستونه به هم وساتو، خو برعکس، کله چې موږ په کور کې پاتې شولو، دوی سمدستي زموږ پر ځای ملایان معرفي کړل او له هغه وروسته زموږ د دوو میاشتو معاشونه یې راکړل، خو زمونږ د اصل معاش په پرتله یې ډیره لږه فیصدي راکړه، داسې فکر وکړئ چې د څلورو برخو نه یې یوه برخه راکړه."


د ای نور په وینا د دې یو شمېر همکارانې چې په افغانستان کې اوسېږي لا هم وزګارې دي.


د ولسي تړون د پروګرام یوه بله ښځینه کارکوونکې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته، طالبانو زموږ دفتر تر څار لاندې ونیوه او یو لیک یې راولېږه چې ښځینه کارکوونکي دي تر بلې خبرتیا پورې په کور کې پاتې شي او که اړتیا وي کولای شي انلاین کار وکړي او وروسته له دې خبرتیا زمونږ معاش چې د نړیوال بانک له خوا راکول کېده هم بند شو."


دا مېرمن وایي چې تر اوسه وزګاره ده او په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده.


د معارف تلوېزیون یوه کارکوونکې زینب رضایي هم ازادي راډیو ته وویل: "دوی مونږ ته تر بلې خبرتیا د کار اجازه رانه کړه. یو کال او شپږ یا اوه میاشتې کېږي چې کار مې پرېښی او تر اوسه وزګاره یم. ما یواځې دوه ځله معاش اخیستی نور مې نه دی اخیستی، ویلي یې دي چې څو کار ونه لرئ تاسو ته معاش نه درکول کېږي."


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه مرستیال بلال کریمي او د مالیې وزارت ویاند یې احمد ولي حقمل د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.


تر دې د مخه د طالبانو حکومت ویلي وو چې د دولتي ادارو هغه ښځینه کارکوونکو ته چې په کور کې ناستې دي معاش ورکول کېږي.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو ښځینه کارکوونکي له کار څخه منع کړې.




د طالبانو حکومت په تېرو ۱۶ میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د نقض او پر دوی د سختو بندیزونو د لګولو له امله له پراخو کورني او بهرني غبرګونونو سره مخ شوی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus