Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې دوو نورو خیریه موسسو هم خپل فعالیتونه وځنډول

د طالبانو له‌خوا په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو له کار بندیز وروسته، دوو نورو خیریه موسسو کریسچن ایډ Christian Aid او اکشن ایډ "Action Aid" خپلې چارې په افغانستان کې ځنډولي دي.


دې دواړو موسسو ویلي، د طالبانو دې پرېکړې ناهیلي کړي دي.


سکینه حسیني نومېږي او په کابل کې یې له یوې خیریه نادولتي موسسې کار کاوه.


هغه وايي، د ټولې کورنۍ مسوولیت یې ور تر غاړې و، خو په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز سره به یې ټوله کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزه سره مخ کړي.


هغې وویل: "زه یوازې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ ګټوونکې یم او زما په څېر نورې ډېرې ښځې شته چې مسوولیت ور تر غاړې دی. د موسساتو نږدې ۴۰ سلنه کارکوونکې ښځې دي. د طالبانو دا پرېکړه غیر انساني د دین خلاف ده."


په نادولتي موسسو کې د طالبانو د نجونو او ښځو په کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې تازه دوو نورو مرستندویه موسسو کریسچن ایډ "Christian Aid" او اکشن ایډ "ActionAid" خپلې چارې په افغانستان کې ځنډولي دي.


کریسچن ایډ موسسې یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړې لیکلي: "په ښځینه مرستندویه کارکوونکو بندیز به، یوازې د اړو خلکو مخ په زیاتېدونکي شمېر سره د مرستې لپاره زموږ وړتیا کمه کړي."


خبرپاڼه کې د دې موسسې د پروګرامونو د مسوول رې حسن له قوله لیکلي شوي، په افغانستان میلیونونه انسانان له لوږي سره مخ دي او د طالبانو له‌خوا په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار بندیز به هغه کورنۍ له لا ژور کړکېچ سره مخ کړي چې د افغانستان په اوسني سخت اقتصادي بحران کې یې ټوله تکیه د ښځینه مرستندویه کارکونکو په عاید ده.


اکشن ایډ موسسې هم خپله خبرپاڼه کې لیکلي، دوی په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د تدریجي ویجاړۍ شاهد دي او د طالبانو له‌خوا په ښځینه مرستندویانو د کار بندیز به، د هغو خلکو لپاره ویجاړونکې پایلې ولري چې د دوی ملاتړ ته اړتیا لري.




دې موسسې زیاته کړې: "ښځې د هر ډول بشري مرستو په برخه کې اړینې دي، ځکه د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دا یوازې ښځې دي چې له نورو ښځو سره اړیکه نیولای شي."


اکش ایډ زیاتوي، اوسمهال په افغانستان نږدې نیمايي نفوس کافي خواړه نه‌لري او له سختې لوږې سره مخ دي، خو که په داسې شرایطو کې ښځې له کار کولو منع کېږي، دا به د هغه نیمايي نفوس سره د مرستو رسولو په برخه کې د دوی د چارو مخه ونیسي چې له لوږي سره مخ دي.


د طالبانو له‌خوا په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز له پرېکړې وروسته، درې نورو مهمو خیریه او مرستندویه موسسو؛ د ماشومانو د ساتنې مؤسسې"Save The Children"، د ناروې د مهاجرت شورا NRC"" او پاملرنې "Care" په یوه ګډه اعلامیه کې خبر ورکړی و چې د ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز له امله یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.


پرون د یوناما سرپرست رامیز الاالکبروف د طالبانو د اقتصاد وزارت له سرپرست دین محمد حنیف سره کتنه کې له هغه غوښتي و چې خپله دا پرېکړه لغوه کړي.




خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus