Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په بهرنیو هېوادونو کې د تېر نظام سفارتونو د افغان ښځو په کار کولو بندیز وغانده

په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د ممانعت په اړه د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د ګوښه شوي جمهوري نظام سفارتونو او دایمي ماموریتونو دغه عمل په کلکه غندلی دی.


د افغانستان د معزول شوي رژیم سفارتونو او دایمي ماموریتونو چې لا هم فعاله دي ویلي، د طالبانو نوی حکم چې په نادولتي موسسو کې ښځې له کار کولو منع کوي د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض دی او هغوی په کاري چاپېریال او ټولنیزو چارو کې له ګډون څخه منزوي کوي.


د دغو سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې چې تېره شپه ناوخته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او څو نورو سفارتونو خپره کړه، راغلي چې د طالبانو دغه کړنه د جنسیتي اپارتاید او په عموم کې د بشریت ضد جنایت ګڼل کېږي.


دغه راز ویل شوي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د طالبانو یو تکتیک دی چې د دغو موسسو د بودیجې کنټرول په لاس کې واخلي او بشري مرستو ته د اړمنو او محرومو خلکو د لاسرسي مخه ونیسي.


د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ یو فرمان ورکړی او په نادولتي موسسو کې یې ښځې له کاره منع کړي.


دغه وزارت ادعا کړې چې د ښځو په کارځای کې د اسلامي حجاب او نورو مقرراتو نه مراعات د دې کار لامل دی، هغه ادعا چې ډیری ښځې یې ردوي.


حمیرا اکاخېله د پوهنتون استاده او فعاله ده.


هغې ازادي راډیو ته وویل چې ټولې افغانانې حجاب رعایتوي.


هغه زیاتوي: "درد بل چېرته دی. "د رسمیت پېژندنې مسئله" انتقام یې له چا اخیستل کېږي. کومه خور چا لیدلې یا دې ما ته څوک ثابته کړي چې دا خور بې حجابه تللې. یا د غرب یا نورو هېوادونو کلتور دلته پلي کوي. دا خبره هېڅ صورت کې څوک نه مني."




فخریه سخا هم د افغانستان په یوه روغتون کې اداري کارکوونکې ده.


هغه وايي چې هلته اسلامي حجاب په کلکه مراعاتېږي.


نوموړې وویل: "د روغتون په اداري څانګه کې چې زه کار کوم، دوی لومړی وویل چې تور حجاب واغوندئ. موږ هم همداسې وکړل او تور حجاب مو واغوست. وروسته مو ټول کالي تور شول، له ټیکري څخه تر ماسک پورې زموږ جرابې هم باید تورې وي، د روغتون ټول کارکوونکي په دیني او سمو جامو کې راځي او د امر باالمعروف له دستوره هیچا سرغړونه نه ده کړې."


په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا ذکي نسیبه هم په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز غندلی دی.


د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو د وزارت له خوا پرون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د مېرمن نسیبې په حواله خبرداری ورکړل شوی، د افغانستان دوه پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د طالبانو دا عمل به د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړي چې ورسره به د ټولنې په تر ټولو زیانګالو خلکو ښځو، ماشومانو او زاړو ډېر بد تاثیر وکړي.


د اعلامیې په یوه برخه کې د هغې له قوله ویل شوي چې اسلام د ښځو رول ته درناوی او حقونه یې ورکړي دي.


په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د پوره او مساوي ونډې پر اهمیت ټینګار کړی دی.


د غبرګونونو په دوام، د سره صليب نړیوالې کمېټې ويلي، چې په ټول افغانستان کې د طبيعي پېښو، بې وزلۍ او لوږې له امله زيانمنو شويو زرګونو کسانو ته خدمات وړاندې کوي چې د دې کار لویه برخه ښځې مخته وړي.


دغې کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي ښځې د مرستو اصلي ترلاسه کوونکې او اصلي ویشونکې دي او روغتیايي مرستې هم تر ډېرې ښځې خلکو ته رسوي.


د اعلامیې له مخې، سړي باید د ښځینه کارمندانو ځای ونه نیسي او نه د هغوی ځای ډکولی شي.


په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار تر بندیز وروسته د ماشومانو د ژغورنې ادارې سیف دی چلډرن، د ناروې د کډوالو شورا او د پاملرنې موسسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.




په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما سرپرست رامزالاکبروف بیا د دوشنبې په ورځ د طالبانو د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف سره لیدلي او هغه ته یې ویلي چې په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.




یوناما ویلي چې میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې لار کې د خنډونو لرې کول ډېر اړین دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus