د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر: طالبان تمدن او پرمختګ نه غواړي
د ندیم څرګندونې تل پارونکې او له غبرګونونو سره مخ کېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې د ندا محمد ندیم یوه ویډیو خپره شوې چې په کې وايي، د خلکو پرمختګ، ابادي او تمدن د دوی لپاره لومړیتوب نهدی او که دا مسایل لومړیتوب وای، ولې دوی شل کاله جګړه وکړه.
هغه په دې ویډیو د ښځو د زدهکړو او لګول شویو بندیزونو په اړه وايي، که پر دوی اټومي وسله هم وکارول شي، دا بندیزونه به لېرې نهکړي.
ندامحمد ندیم پر دې هم اعتراف کوي چې اسامه بن لادن د دوی د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال او هغه وخت چې امریکا یې ترې د سپارلو غوښتنه کوله، افغانستان کې او له دوی سره و.
ندامحمد ندیم داسې مهال د دوی د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د القاعده شبکې د وژل شوي پخواني اسامه بن لادن وجود تاییدوي چې د روان کال د جولای په ۳۱مه د امریکا د یوې بېپیلوټې الوتکې په برید کې د القاعده بل مشر ایمنالظواهري هم ووژل شو.
خو د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت ویاند ضیااحمد هاشمي وايي، دا ویډیو نوې نهده، بلکې د هغه وخت ده چې ندامحمد ندیم د کابل والي و.
خو د هغه دې څرګندونو یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو او د سیاسي مسایلو د کارپوهانو پراخ غبرګون را پورته کړی دی.
د ټولنیزو رسنیو یو ډېر شمېر کاروونکو د ندامحمد ندیم له دې ویډیو سره لیکلي، طالبان خپله اعتراف کوي چې د افغانانو ابادي، پرمختګ او تمدن نه غواړي.
ځینو نورو بیا لیکلي، معلومه شوه چې د طالبانو واکمنانو له لومړیو د القاعده په څېر ترهګرو ډلو سره اړیکه درلوده.
د سیاسي چارو شنونکی عصمت قانع بیا وايي، د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست افغاني او مذهبي سواد نهلري، نو ځکه په خبره يې دا ډول څرګندونې کوي.
قانع وویل: "دی له پاکستاني مدارسو هم ناکام ستون شوی دی. په وروستیو وختونو کې ورته کویټه کې امامت هم نه پیدا کېده. دی یوه برتري لري چې ملاهبتالله پېژني او هغې ته نږدې دی. کله چې دا وايي، موږ د تمدن او ترقۍ ضد یوو، خپله ځان خلکو ته پېژني، اړتیا نهشته چې موږ یې خلکو ته معرفي کړو."
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج بیا د ندامحمد ندیم څرګندونې پروژهيي او استخباراتي بولي.
هغه وویل: "ندیم په خپل واک کې نهدی، هغه ته هدایت ورکړل شوی او وظیفه لري. دا د نړۍ یو پروګرام دی چې اوس راځي او په افغانستان کې د نظام د تغییر لپاره یو اقدام کوي، ځکه د دوحې په تړون کې د نظام بدلون منل شوی. نو باید د دوی لپاره ذهني او عیني شرایط اماده کړي، د ملت فاصله ده، همدا ډول د نړیوالو په ځانګړي ډول د امنیت شورا ۵ فصل او ۴۱مادې ته زمینه برابروي چې هغوی یوه پرېکړه وکړي او نظام تغییر کړي او موقته اداره جوړه شي."
د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم وروستیو کې د خپلو خبرو له امله په یوه جنجالي څېره بدل شوى او ډېر کله یې خبرې غبرګونونه پاروي.
هغه موده وړاندې خبرو کې د نجونو تعلیم د غرب فرهنګ بللی و.
هغه ویلي و دغه فرهنګ د پخواني پاچا امانالله خان او د محمد ظاهر شاه د واکمنيو پر مهال افغانستان ته رالېږدول شوى و.