Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې لاريون‌والې مېرمنې: د لاريون پر مهال طالبانو راسره تاوتريخوالی وکړ

په کابل کې لاريون کوونکي ښځې ادعا کوي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون د دوی نننی لاریون، په تاوتریخوالي واوښت.


د ښځو دغه لاريون له تحصيل نه د نجونو د بې برخې کېدو په تړاو و، چې د تنظيموونکو په وينا، د طالبانو له‌خوا يې مخه ډب شوه.


د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ او د خودجوشه ښځو خوځښت د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې، چې د پوهنتونونو دروازې یې د ښځینه محصلینو پر مخ تر بل امر پورې تړلي دي، لاريون وکړ.




دوی ادعا کوي، چې د طالبانو له لوري د دوی لاريون په تاوتريخوالي واوښت.


بصيره بيګ، يو تن لاريون کوونکې وايي، دا او يو شمېر نورې ښځې د طالبانو له منګولو په تېښته بريالۍ شوې، خو په خبره يې يو شمېر ښځې د طالبانو له‌خوا نيول شوې دي.


نوموړې وايي: "له بده مرغه طالبانو زموږ لاريون يو ځل بيا په تاوتريخوالي بدل کړ، ډېر تاوتریخوالی يې وکړ، ټول ووېشل شول، يو شمېر نجونې يې ونيولې، چې شمېر يې معلوم نه دی، يوازې يوه نجلۍ چې زه يې پېژنم، زهرا ماندگار نومېده او څلور نورې هم له هغې سره ونیول شوې. زه پخپله وتښتېدم او موږ د هر چا د کورونو دروازې چې خلاصې وې هلته پناه یوړه."




د شهلا عارفي په نوم یوې بلې لاریون کوونکې له ازادي راډیو سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې د اعتراض کوونکو ښځو په منځ کې یو شمېر داسې ښځو هم ځاى موندلى و، چې په خبره يې له طالبانو سره یې تړاو درلود.




نوموړې وويل: "د لاريون کوونکو نجونو په منځ کې څو ښځې چې له طالبانو سره یې تړاو درلود، کله چې رينجر سيمې ته ورننوت، دغو ښځو موږ هر يو په ټينګه ونیولو او د طالبانو سره په ګډه یې ووهلو، ان دا چې زموږ د کميس تڼۍ وشکیدې، ځينې ښځې وتښتېدې، خو موږ وليدل چې طالبانو څو ښځې د زهرا ماندګار په شمول رینجر ته پورته کړې."


په ورته وخت کې، انګېزه ګنیش او زهرا ماندګار چې ویل کېدل د لاریون پر مهال د طالبانو له‌خوا نیول شوې وې، د طالبانو له لوري تر تعهد اخیستو وروسته خوشې شوې دي.


انګېزه ګنش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "څو مېرمنې یې چې د طالبانو پورې يې اړه درلوده، له موږ سره یو ځای موټر ته پورته کړې او د کارته چهار درېیمې حوزې ته بوتلو، د څېړنو او څو پوښتنو وروسته د دوه ساعتونو لپاره موږ دواړه هلته وو، له مونږ يې ژمنه واخیسته چې بيا به دا کار نه کوو او موږ یې خوشې کړو."


د ګنش په وينا، درې نورې مظاهره کوونکي ښځې یې بلې حوزې ته بوتلې چې لا یې برخليک نه‌دی مالوم.


دغو لاريون کوونکو مېرمنو دا هم وويل، چې يو شمېر خبريالان چې د دوى د لاريون د پوښښ لپاره تللي وو، د طالبانو له خوا نيول شوي دي.


د طالبانو حکومت د دغو ادعاو او د ځينو لاريون کوونکو ښځو او خبريالانو د نيولو په اړه څه نه‌دي ويلي او نه هم کومې رسنيو تر اوسه د خپلو خبريالانو د نيونې خبر ورکړى دى.




دا لاريون وروسته له هغه کېږي، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه حکم کې له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو وغوښتل، چې تر بل امر پورې دې د ښځینه محصلینو زده‌کړې وځنډوي.


د طالبانو دې پرېکړې په افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.


طالبانو د خپلې واکمنۍ په شاوخوا ۱۶ میاشتو کې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي، په ډېرو دولتي ادارو کې یې پر ښځو د کار کولو بندیز لګولی، حجاب يې پر دوى اجباري کړی، ښځینه حمامونو، ورزشي کلبونو او تفریحي پارکونو ته یې د ښځو ورتګ منع کړی دی او له محرم پرته يې د دوى په لرې واټن سفر هم بندیز لګولی دى.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus