په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مرکز کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو تر ختمېدو وروسته پولیس سرتېري پر سړکونو پهره کوي او ځايي کاروباریان وايي چې له چاوڼۍ سره نېږدې دوکانونه تړلي دي. پوځ وايي، په مرکز کې یې ۲۵ وسلوال وژلي او اووه ورته تسلیم شوي دي. تحریک طالبان پاکستان وايي، شاوخوا ۲۰ امنیتي سرتېرو ته یې مرګژوبله اړولې. خو پوځ وايي، په عملیاتو کې درې سرتېري وژل شوي دي. ویډیويي رپورټ.