Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پرایس: د دوو امریکایي اتباعو خوشې کېدو بدل کې طالبانو ته پیسې نه دي ورکړل شوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس وايي، طالبانو د شنبې په ورځ په افغانستان کې دوه امریکايي اتباع خوشې کړل.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د دغه هېواد د دوو اتباعو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، طالبانو د شنبې په ورځ په افغانستان کې دوه امریکایان ازاد کړل.


پرایس زیاتوي: "موږ پوهېږو چې دا د طالبانو له خوا د ښه نيت يو حرکت دى، د بندیانو د تبادلې برخه او نيول د نيولو شويو برخه نه وه او د دوى خوشې کولو په بدل کې د پيسو د ورکړې کومه معامله هم نه ده شوې. طالبانو دا کار د حسن نيت په موخه کړى."


نوموړي دا هم زیاته کړه چې دوی په افغانستان کې د نورو نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو لپاره هم له طالبانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکوي.


خو پرایس ونه ویل چې څومره امریکايي اتباع په افغانستان کې بندیان دي.


امریکايي چارواکو د ازاده شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان لپا ه د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر ویلي، دواړه په خوندي توګه قطر ته لېږدول شوي او له خپلو کورنیو سره به ډېر ژر یو ځای شي.




هغې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "زه خوشاله یم چې دغه امریکايي اتباع قطر ته راورسېدل او له هغو کسانو مننه کوم چې د دوى ازادولو لپاره یې هڅه وکړه. موږ هغوی ته جامې ورکړې او د هغوی روغتیايي حالت مو هم وڅېړه او دواړو له خپلو کورنیو سره هم خبرې وکړې موږ ته تر ټولو مهم د دغو دواړو امریکایي تبعو د خپلو کورنیو سره یو ځای کېدل دي."


د ازادي راډیو خبریال دا موضوع د طالبانو د حکومت له ویاندویانو سره هم شریکه کړه، خو دوى د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.


خو نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې په ازاده شویو امریکایانو کې یو یې فلم جوړونکی دی چې د اګست په میاشت کې نیول شوی و.


ورځپاڼې د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې په حواله ویلي، چې یو امریکايي ازاد خبریال او فلم جوړونکی ایورشیر او د هغه افغان پروډیوسر همکار فیض الله فیض د روان کال د اګست میاشتې په ۱۷مه په شېرپور سیمه کې هغه مهال ونیول شول، چې دواړه په فلم جوړولو بوخت وو.


دوی په هماغه سیمه کې نیول شوي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه او ووژل شو.


تر دې مخکې د طالبانو له خوا بندي امريکايي تبعه مارک فريريکس د روان کال په سپټمبر مياشت کې د طالبانو د يو نفوذي کس بشر نورزي د ازادېدو په بدل کې خـوشې شـوى و.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus