Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

برېتانيا افغانستان کې د دوی پر پوځيانو د لګول شویو تورونو په اړه څېړنې پيل کړې دي

يوه مور چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ادعا کوي چې زوی یې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ۹ کاله وړاندې بهرنیو ځواکونو وژلی.


نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د زوی د وژل کېدو وروسته یې ژوند له سختو کړانو سره مخ دی.


نوموړې وایي: "ښه و ژوند مو د بادشاهۍ و، د ځمکې له لارې مو خپله غریبي کوله او ژوند مو روان کړی و، دغه زوی مې چې شهید شو اوس دوه کونډیانې او زه په دغه کور کې اوسیږو، په زوی مې بمبارد وشو او هغه په شهادت ورسېد."




دغه مور سره له دې چې د امنیتي ستونزو له امله د خپلو زوی په اړه زیات معلومات نه شریکوي خو وايي چې نوموړی هغه مهال د بهرنیو ځواکونو له خوا ووژل شو چې په کرونده کې یې کار کاوه.


سره له دې چې دغه مور ادعا کوي زوی د بهرنیو ځواکونو له خوا په هوايي برید کې وژل شوی خو دا کره نه ده چې نوموړی د کوم هېواد پورې اړوند بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوی.


دا په داسې حال کې ده چې د برېتانوي ځواکونو تر ټولو لویه اډه د (باسټن) په نوم په هلمند ولایت کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې پراخ فعالیت درلود.




اوس تازه د برېتانیا د دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له لوري د دوی د ماموریت په پر مهال د ترسره شویو سرغړونو په هلکه د لګېدلو تورنو په اړه څېړنې پیل کړي دي.


ددغه هېواد د دفاع وزارت د ډیسمبر په ۱۵ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې برېټانیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د سرغړونو د تورونو د څېړلو لپاره «خپلواکه قانوني څېړنه» پيل کړې.


دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی د برېټانوي ځواکونو د ناسمو کړنو په اړه مطرح شوي تورونه څېړي چې په‌کې د خلکو قصدي نیول هم شاملیږي.




سره له دې چې د برېټانیا دفاع وزارت په ښکاره نه دي ویلي چې دوی به په دغه څېړنه کې د ناسمو کړنو او سرغړونو کوم ډول عوامل څېړي خو د برېټانیا په ګډون د امریکا، اسټرالیا او څو نورو بهرنیو هېوادونو یو شمېر پوځیان چې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره وو د خلکو په بې ځایه ځورولو، هدف ګرځولو او نیولو تورن دي چې لا یې هم په اړه پلټنې روانې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus