Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پر اوکراین د روسیې یرغل په منځنۍ اسیا کې د قدرت انډول بدل کړی

پر اوکراین د روسیې یرغل په منځنۍ اسیا کې د قدرت انډول بدل کړی دی.


په داسې حال کې چې روسیه د اوکراین په جګړه کې له ستونزو سره مخ ده، چین له تاجکستان سره په یوې نوې پوځي موافقې سره په منځنۍ اسیا کې خپلې امنیتي ریښې پیاوړي کوي، هغه سیمه چې له روسیې څخه په لیرې کېدو سره په دوه لاره کې ده.


د دغې موافقې په ترڅ کې چې تاجکستان تېره میاشت له چین سره لاسلیک کړې، دې هېواد موافقه کړې چې په خپله خاوره کې به له چینایي ځواکونو سره د تروریزم پر ضد منظم تمرینونه ترسره کوي.


د تاجکستان او چین پوځي پرسونل له ۲۰۱۵ کال راهیسې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي خو د نومبر د میاشتې موافقه چې د دوشنبې او پیکینګ ترمنځ لاسلیک شوې، د دواړو هېواودونو مخ په زیاتېدونکي پوځي همکارۍ ته رسمیت ورکوي.


دغه موافقه همدارنګه په تاجکستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې د پیکینګ د نفوذ د زیاتوالي د هڅو ښکارندوي کوي.


د کارپوهانو په باورپه تېره فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې یرغل په ټوله منځنۍ اسیا کې جیوپولیتیکې څپو ته لاره هواره کړې او په سیمه کې د قدرت د انډول په اړه یې پخوانۍ انګېرنې بدلې کړي دي.


د کارنیګي په تحقیقاتي موسسه کې د نړیوالې سولې د چارو پوه تیمور عمروف ازادي راډیو ته وویل چې تاجکستان له چین سره په وروستۍ هوکړې سره غواړي چې پر روسیې اتکا راکمه کړې، خو د ده په باور مهمه پوښتنه داده چې ایا روسیه له دې کار سره جوړه ده او کنه؟


د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې تاجکستان رسماً له دې انکار کړی چې د چین امنیتي ځواکونه دې له تاجک لوري سره د تاجکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د یوې امنیتي اډې چارې مخ ته وړي، یا دې پیکنګ د شوروي د وخت سرحدي پوستې ترمیموي اویا دې هم د دې پولې په اوږدو کې نوې پوستې جوړوي.


د لندن د سلطنتي خدمتونو د موسسې او په سینګاپور کې دیره د اس راجاراتنام د نړیوالو څېړنو د انسټېټوټ کارپوه رافایلو پانتوچي وایي، په داسې حال کې چې د اوکراین جګړې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته فرصت رامنځته کړی چې له ډېرو نورو هېوادونو سره اړیکو ته پراختیا ورکړي، خو د مسکو مداخلې پیکنګ دې ته نه دی اړکړی چې د منځنۍ اسیا او هم په سیمه کې د روسیې پر وړاندې محاسبات بدل کړي.


پانتوچي ازادي راډیو ته وویل، روان کال د ډېرو بدلونونو کال و، خو د چینایانو په باور ټولو شیانو د پام وړ بدلون نه دی کړی.


د هغه په خبره د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په پوله څارنه تل د دوی لپاره د اندېښنې وړ یوه مسئله ده او دا هغه څه دي چې دوی یې دې ته اړ کړي چې په ګډه یې په وړاندې اقدام وکړي.


د پانتوچي په وینا، په داسې حال کې چې چین بې ثباتۍ ته اندېښنه لري، خو دا هېواد لېواله هم نه دی چې د سیمې د ستونزو د هواري لپاره پر یوه منځګړي بدل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus