Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ندا محمد ندیم: د تېر نظام قوانین ظالمانه او ټول لغوه شوي

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د پخواني حکومت قوانین ظالمانه وو او په بشپړه توګه لغوه شوي دي.


په داسې حال کې چې طالبان خپل ټول قوانین له اسلام او شریعت سره سم ګڼي، خو تر اوسه یې خلکو ته کوم قانون نه دی تشریح کړی او نه یې هم خپل اساسي قانون اعلان کړی دی.


تازه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د تېر پخواني جمهوري نظام ټول قوانین ظالمانه بللي دي.


نوموړي د چهارشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د علماوو د غونډې په نوم جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د جمهوري حکومت ټول قوانین لغوه شوي دي.


د ندا محمد ندیم دې څرګندونو د خلکو او حقوق پوهانو غبرګونونه راپارولي دي.


د حقوقو او سیاسي علومو یو تن فارغ چې نه یې غوښتل نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هېڅ داسې قوانین نه شته چې خلک ورنه پیروي وکړي.


د ده په خبره، طالبان هم خلکو او هغه کسانو سره چې په جرمونو تورن دي له تاوتریخوالي پرته کوم قانوني چلند نه لري.


هغه زیاته کړه: "اوسمهال داسې کوم قانون نه شته چې اسلامي امارت یې له مخې عمل وکړي او یا ورنه پیروي کړي، د اسلامي امارت مسولین له سرغړونکو سره هر ډول چې زړه یې وغواړي چلند کوي. دا د اندیښنې وړه ده او خلک په تیاره کې ساتل شوي."


د حقوقي چارو پوهه او د پوهنتون استاده شهلا فرید وايي چې په افغانستان کې هغه مهال یو قانون لغوه کېږي چې احکام یې په ښکاره له اسلام سره په ټکر کې وي.


د نوموړې په وينا، د جمهوري نظام هېڅ يو قانون له اسلام سره په ټکر کې نه و.


فرید وویل: "په افغانستان کې داسې قانون نه و چې د اسلام له دين سره په ټکر کې وي، ځکه چې کله مو د قوانينو پر مسودې کار کاوه، ويل مو چې په قوانينو کې بايد د دین خاطر وکړي، ځکه چې موږ يو اسلامي هېواد يو او بايد داسې نه وي چې د افغانستان اساسي قانون د دین له احکامو سره په ټکر کې وي. د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې هېڅ قانون نه شي کولای چې د اسلام دین سره په ټکر کې وي، نو که دوی (طالبانو) د اساسي قانون یوه ماده هم لوستې وې، پوهېږي چې له اسلام له قانون سره په ټکر کې نه دي."


د اغلې فرید په وینا، په اساسي قانون کې هېڅ ماده نه شته چې نجونې له ښوونځي منع کړي، فردي خپلواکۍ سلب کړي، د ټولو خلکو حقونو ته درناوی ونه شي او یا هم څوک د نظر د وړاندې کولو حق ونه لري، هغه څه چې طالبانو په خپله نېږدې شپاړس میاشتنۍ واکمنۍ کې یې په مخالفت کې عمل کړی دی.


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ویاند نظر هم ولري، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.


د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ندا محمد ندیم مخکې تر دې هم جنجالي څرګندونې کړې دي.


هغه تېره اوونۍ په هرات کې یوې غونډې ته ویلي و، هغوی چې په تېرو شلو کلونو کې ډېر مایونونه چولي وي مخکښ کسان دي.




څه موده مخکې هم د نوموړي یوې ویډیو په ټولنیزو رسنیو د خلکو غبرګونونه پارولي وو، چې په کې یې ویلي و، د نجونو درس ویل بهرنی فرهنګ دی او د امان الله خان او ظاهر شاه د واکمنیو پر مهال افغانستان ته راغلی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus