Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پوهنې وزارت نن ټول افغانستان کې د دولسمو ټولګيو له نجونو زده‌کوونکو ازموينه اخلي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نن په ټول افغانستان کې د دولسمو ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو له ښوونځي نه د فراغت ازموینه اخلي.


د دولسم ټولګي يوه زده‌کوونکې چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وايي، د خپلې متعلمۍ د دورې تر ټولو سختې ازموینې ته روانه ده.


نوموړې وايي: "موږ نه‌پوهېږو چې څه ډول پوښتنې یې موږ ته جوړې کړې دي، که څه هم یو شمېر زده‌کوونکو په کور کې درس ویلی دی، خو د ښوونځي درس تر کوره ډېر فرق لري. ویل کېږي چې زموږ دا ازموینه ناکامي هم لري، نه‌پوهېږم چې په کومه طریقه ځان ورنه وباسم چې ناکامه نه‌شم. ډېره اندېښنه لرم نه‌پوهېږم چې موږ څه وکړو."


د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نن په ټول افغانستان کې د دولسمو ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو ښوونځي نه د فراغت ازموینه اخلي.


په پلازمېنه کې د یاد وزارت مسوولینو د دغې ازموینې د څرنګوالي په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.




خو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ازادي راډیو ته وویل، چې ازموینې ته درې ساعته وخت ورکول کېږي.


نوموړي ويلي: "د دولسم ټولګي له نجونو نه د فراغت له پاره د یوې ورځې له‌پاره د کانکور په څېر ازموینه اخیستل کېږي، ازموینه لس بجې پیلېږي، درې ساعته به دوام وکړي، په دې ازموینه کې یو سل او څلوېښت پوښتنې راغلي دي، څلور ځوابه دي او هر سوال بیا لس نمرې لري."




ښاغلي فرهاد احمد د طالبانو د پوهنې وزارت له‌خوا هغه غږیز پیغام چې تېره ورځ د ازموینې په اړه د ښوونځیو له مدیرانو سره شریک شوی، هم له ازادي راډیو سره شریک کړ.


په دې پیغام کې چې نه‌دي ویل شوي د چا په غږ دی، ټینګار شوی، چې ازموینې همدا یو ورځ ده او بل چانس ورته نه‌شته.


پيغام کې ويل شوي: "ټولو هغو ښځینه زده‌کونکو ته خبر ورکړئ چې په دولسم ټولګی کې دي، چې دوی سبا چهارشنبه ازموینې ته حاضرې شي، د نه حاضرېدلو په صورت کې یې مسولیت په خپله غاړه ده، دا ازموینه دوهم چانس نه‌لري."




 




په کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې چې دا هم نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، په یوه ورځ د ټولو مضمونونو ازموینه نه یوازې زده‌کونکو بلکې د دوی لپاره هم سخته ده.


يادې ښوونکې وويل: "زه د الجبر استاده یم په یوه ورځ د دومره ډېرو زده‌کونکو د ازموینې پارچې څه رقم سره بېلې کړم؟ څه وخت یې بیا وګورو؟ معلوم داره خبره ده چې زده‌کونکو درس نه‌دی ویلي. نو پارچه هم سمه نه‌شي حل کولای، که مرسته ورسره کوو څه وکړو؟ که یې ناکاموو څه وکړو، د ښوونځي له‌خوا په ازموینه کې په شفافیت ټینګار کېږي، دوی چې درس نه‌دی ویلی څه رقم شفافه ازموینه واخلو."




په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته چې دا دې نږدې شپاړلس میاشتې پرې اوړي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.


د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت مخکې ویلي، په دې اړه به د دوی مشرتابه پرېکړه کوي.


د دوی دا کار په کور دننه او بهر په پراخ ډول غندل شوی دی.


تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د سې شنبې په ورځ په خپله توېټر پاڼه لیکلي، د افغان ښځو او نجونو حقونو ته باید درناوی وشي او دوی په شا ونه تمبول شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus