Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سټوکس: پاکستان ته تر ماتې ورکولو وروسته تېسټ کرکټ کې تېزې لوبې ته دوام ورکوو

پاکستان ته د دريو ټېسټونو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې تر شکست ورکولو وروسته، د انګلينډ لوبډلمشر وايي تېزې لوبې ته به دوام ورکوي.

بین سټوکس د ډېسېمبر پر پينځمه سکای سپورټس ټيليويژن ته وويل چې په پاکستان کې د کرکټ توپ ویشتنې ځایونه (پيچونه) د بېټينګ لپاره دي نو ځکه پکې اکثره سیالۍ مساوي پای ته رسيږي. خو د هغه وينا څنګه چې يې په پينډۍ کې د تېز بېټينګ په کولو سره هغه سیالي وګټله، همداسې به جارحانه لوبې ته دوام ورکړي.


د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه په راولپينډۍ کې پيل شوې پينځه ورځنۍ لوبه کې، انګلينډ پاکستان ته په ۷۴ رنزونو شکست ورکړ. انګلېنډ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۶۵۷ او په دوهمه پاڼۍ کې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۶۴ رنزونه وکړل. دوی د اوسط په ډول په لومړۍ پاڼې کې په هر اوور کې شپږ اعشاريه پينځه او په دوهمه پاڼۍ کې په هر اوور کې اوه اعشاريه درې رنزونه جوړول.




کله چې انګلېنډ د پينځه ورځنۍ ټيسټ لوبې پر څلورمه ورځ خپله دوهم پاڼۍ ختمه او پاکستان ته د ۳۴۳ رنزونو هدف وټاکه نو ځينو مبصرینو ويل چې دا رنزونه کم او پاکستان ته ورکړل شوی وخت ډير زیات دی. خو بین سټوکس وويل چې هغه د لوبې د مساوي ختمولو نه بلکې د ګټلو لپاره سیالي کوله نو ځکه یې زړوره پرېکړه وه.


پاکستان چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۵۷۹ رنزونه کړې وو، خپله دوهمه پاڼۍ هم ښه پيل کړه. خو وروسته یې ويکټې ژر ولوېدلې او په دوهمه پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ‌کېدو يوازې ۲۶۸ رنزونه جوړ کړل.




د انګلېنډ اوولي رابینسن د پينځوو ويکټو په اخیستو د لوبې غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه. د پاکستان لوبډلې مشر بابر اعظم تر سیالۍ وروسته، په خبري غونډه کې وويل چې پيچ د هغه د خوښې نه وو.


نوموړي زیاته کړه: "موږ غوښتل د کرار (سپين) بالرانو پيچ جوړ شي چې د دوی لپاره به یې ګټه کوله خو هغسې ونه شول او پيچ جوړوونکو داسې ځای جوړ کړ چې د بېټينګ لپاره ښه وو."


د انګلينډ ټېسټ کرکټ لوبډله ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته تللې ده. دوی به هلته دوې نورې لوبې کوي چې لومړۍ یې د دیسمبر پر نهمه په ملتان کې پيليږي. درېيمه هغه د دیسمبر پر ۱۷مه په کراچۍ کې پلان شوې ده.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus