Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د عراق د نوي صدراعظم او د ايران د ولسمشر ليدنه؛ پر ګډه همکارۍ يې خبرې کړي

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه اي، پرون سې شنبه په تهران کې د عراق له نوي صدراعظم محمد شیاع السوداني سره په خبرو کې د بغداد پر هغه تعهد شک وښود، چې د دواړو هېوادونو پر پوله یې د امن د ټینګښت په برخه کې کړی و.


د فرانسې خبري اژانس د راپور له‌مخې په وروستیو کې د ایران او عراق اړیکې د ایران له قلمرو دباندې د کردانو پر تبعید شویو ډلو د تهران د حملو له کبله ترینګلې شوې دي.


تهران د کردانو دغه ډلې په ایران کې ناکراریو ته په لمن وهلو تورنې کړې دي.


د ایران رهبر ایت الله علي خامنه اي د السوداني د دې وعدې په ځواب کې چې ویې ویل، اجازه نه ورکوي د عراق له خاورې د ایران د امن د خرابۍ لپاره کار واخیستل شي وویل، له بده مرغه دا مهال دا کار د عراق په ځینو سیمو کې کېږي.


د عراق نوي صدراعظم د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره تر کتنې وروسته د ایران له رهبر سره خبرې وکړې.


محمد شیاع السوداني د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره د ټروریزم په وړاندې پر مبارزه، متقابل امنیت، اقتصادي همکاریو او د دواړو هېوادونو پر کلیدي لومړیتوبونو بحث وکړ.




السوداني په وروستیو کې په عراق کې د سیاسي ډلو ترمنځ د دولت د ایجاد پر سر تر یو کلنې لانجې وروسته د عراق صدراعظم شو او دا یې تهران ته لومړی رسمي سفر و.


په عراق کې دغه لانجه د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې تر پارلماني ټاکنو وروسته پیل شوه.


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د عراق له صدراعظم السوداني سره په ګډ خبري کنفرانس وویل، چې د ایران او د عراق د دولت له نظره د سیمې امنیت، سوله، همکاري او ثبات ډېر اهمیت لري.


د عراق صدراعظم ویلي چې دولت به یې هېڅ ډلې یا لوري ته اجازه ور نه‌کړي، چې د عراق له خاورې د ایران د امن د کمزورۍ او ګډوډۍ لپاره کار واخلي.


د فرانسې خبري اژانس د راپور له‌مخې، په ایران کې د وروستیو اعتراضونو له پیله ایراني چارواکو د عراق په شمال کې د کردانو تبعید شوې ډلې په ایران کې ناکراریو ته په لمن وهلو تورنې کړې دي.




د سپټمبر میاشتې په نیمايي کې دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې یوې ۲۲ کلنې ښځې مهسا امیني چې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، د پولیسو تر توقیف لاندې په کوما حالت کې روغتون ته ولېږدول شوه او هلته یې ساه ورکړه.


که څه هم د عراق مرکزي حکومت په بغداد کې د ایران سفیر د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې احضار کړی و، څو د هغو راکټي او د بې پېلوټه الوتکې د حملو په باب ورته شکایت وکړي، چې لږ تر لږه ۷ کسان یې له کبله وژلي وو، خو ایران بیا هم د عراق د شمال په کورواکې سیمه کردستان کې د ایراني کردانو د ډلو پر ضد خپلې حملې تېره میاشت بیا پیل کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus