د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مرستو رسولو لپاره د اړمنو خلکو وضعيت ارزولی
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، له دغو کسانو سره یې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې هم کتلي او د دوی وضعیت یې ارزولی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي په افغانستان کې یې ماموریت له راستنېدونکو، داخلي بېځایه شویو او نورو هغو ټولنو سره مرسته ده، چې د دغسې کسانو کوربهتوب کوي.
ګڼو ادارو خبرداری ورکړی، چې ممکن را روان ژمی سخت وي، ځکه د بېوزلۍ اندازه هم زیاته ده او هوا د ژمي تر راتګ مخکې لا سړه شوې ده.