Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د لايبريا د ولسمشر زوی د فوټبال نړيوال جام کې خپل لومړنی ګول وواهه

تیموتي وې چې په ۲۰۰۰م کال کې په نیویارک کې زېږېدلی د امریکا د فوټبال د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی دی چې پرون یې د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې خپل لومړنی ګول له ویلز سره په لوبه کې وواهه.


تیموتي د لوبې د لومړۍ نیمايي په ۳۶ دقیقه کې د کریستیان پولیشیچ په پاس د هغو نندارچیانو په مخکې ګول وواهه چې د ده پلار د لایبریا اوسنی ولسمشر جورج وې هم په‌کې ناست و.


وې یو ځل د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د کال د لوبغاړي په توګه هم غوره کړی و او لومړنی افریقایی لوبغاړی دی چې د سرو زرو د توپ لویه جایزه یې ګټلې.


۵۶ کلن وې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د لایبریا ولسمشر دی او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ګډون مخکې د مشرانو جرګې غړی و.


په دې لوبه کې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلېنکین هم د لوبغالي د نندارچیانو په ډله کې د خپلې لوبډلې د مینه‌والو په کتار کې ناست و.




د امریکا لوبډله د تیموتي د ګول په مټ بریالیتوب ته نژدې شوې وه خو په ۸۲ دقیقه کې واکر زیمرمن د وېلز د لوبغاړي ګارِت بېل پر وړاندې غیر ضروري فول وواهه او په پایله کې یې پنالټي ورکړل شوه او لوبه یو- یو مساوي شوه.




تیموتي وې له ESPN شبکې سره په مرکه کې چې اسوشیتیدپریس خبري آژانس خپره کړې وویل، د دې ګول په وهلو سره دی خپل لوی ارمان ته ورسېده.


نوموړي ويلي: "نه پوهېږم له یوې خوا سړی ښه احساس لري او له بلې خوا بد احساس چې ولې مو دا لوبه ونه ګټله. خو ډېر خوند یې وکړ چې ما په لومړي ځل په نړیوال جام کې خپل لومړی ګول وواهه او خوب مې په حقیقت بدل شو. خو دا خوب به نور هم خوږ وای که مو لوبه ګټلې وای، ولې په هرحال ښه به وي چې په دې اړه مثبت فکر وکړو. موږ باید بیا ترېنېنګ وکړو او خپل غلطۍ اصلاح کړو."




د امریکا د فوټبال ملي لوبډله د را روانې جمعې په ورځ، د انګلینډ له ځواکمنې لوبډلې سره چې ایران ته یې دوه- شپږ ماتې ورکړه او د نوامبر په ۲۹مه د ایران له لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ننوځي.


نړیوال جام د یکشنبې په ورځ د نوامبر په شلمه په قطر کې پیل شو او تمه ده چې فاینل لوبه به یې د ډسمبر په اتلسمه نېټه ترسره شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus