Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د يونان 'کريټ ټاپو' ته نږدې په يوې کښتۍ کې د سپرو کډوالو د ژغورنې هڅې روانې دي

د یونان د ساحلي ساتونکو د ځواک یوې ویاندې فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي چې، ساحلي ساتونکي هڅه کوي هغه کډوال وژغوري چې د کب نیونې په یوه کښتۍ کې سپاره دي او د کریټ ټاپو په جنوب لوېدیځ ساحل کې تندو بادونو را ایساره کړې ده.


دغې ویاندې ویلي، وروسته له هغې یې د دغو کډوالو چې شمېر یې ترپنځو سوو پورې رسیږي، مرستې ته ور ودانګل چې د بېړنۍ مرستې زیګنال یې ترلاسه کړ.




هغې زیاته کړه ساحلي ځواکونه چې په سیمه کې دي، له لیرې ویني چې یوه کوچنۍ کښتۍ سمندري تندو توپانونو مخې ته کړې او دوی یې د ژغورنۍ عملیات د خرابې هوا له امله ځنډولي دي.


د یونان ساحلي ځواک ویلي چې، د دوشنبې په شپه یې د ژغورني لپاره د خطر بېړنی زنګ ترلاسه کړ او زیاته یې کړه چې په سیمه کې نژدې بار وړونکو دوو کښتیو او د ایټالیا دوو کب نیونکو کښتیو ورته ویلي و چې، کولای شي خپلې مرستې ور ورسوي.


د یونان چارواکي وایي، د ایژن په سمندرګي کې د یونان د ساحلي ګارډ او د اروپا د پوله ساتي ادارې، فرونتیکس د ګزمو د کښتیو له امله د کډوالو قاچاقبرانو په دې وروستیو کې د یونان د کریټ ټاپو جنوب لور ته دغې اوږدې او خطرناکې لارې ته مخه کړې ده.




د یونان د کډوالو د چارو وزیر ویلي چې، اتیا سلنه کډوال له ترکیې څخه مستقیم ایټالیا ته ځي.


تېره میاشت یوه کوچنۍ بادي کښتۍ چې شاوخوا ۹۵ کسان په‌کې سپاره و، د کیتیرا ټاپو ته نژدې ډوبه شوه.




په دې پېښه کې لږ تر لږه اته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او پاتې نور چې اکثریت یې د افغانستان، عراق او ایران وګړي و، د سختو عملیاتو په ترڅ کې د رسیو او د پېښې ځای ته نژدې د یوه ساختماني کرین په وسله وژغورل شول.


یونان، ایټالیا او هسپانیا هغه هېوادونه دي چې له افریقا او منځني ختیځ څخه ډېر کډوال په اروپایي ټولنه کې د خوندیتوب او د یوې ښې راتلونکي لپاره ورڅخه کار اخلي.


د یونان د ساحي ګارډ په وینا د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې شاوخوا یونیم زر کسان ژغورلي حال دا چې تېر کال په همدې موده کې د ژغورل شویو کسانو شمېر له ۶۰۰ زیات و.


د مهاجرت نړیوال سازمان وایي، په روان کال کې یې د مدیترانې د سمندرله لارې د نژدې دوه زره کډوالو مړینې او ترې تم کېدل ثبت کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus