Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ډنډ پټان کې پر پوله د طالبانو او پاکستاني عسکرو نښته؛ يو پاکستانی عسکر په‌کې وژل شوی

د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې ډیورنډ سره په کرښه د پرون ورځې په نښته کې تر اوسه د یوه پاکستاني عسکر د وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.


دا خبر پاکستاني ورځپاڼو خپور کړی دی.


خو په رسمي توګه د پاکستان د بشري پراختیا وزیر ساجد حسین طوري یوازې د ۷ تنو ټپي کېدل تأیید کړي چې د ده په خبره، ۳ یې پوځیان دي.


هغه په خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي، دا نښته کرمه کې د سرحدي ځمکې پر سر له لانجې پیل شوې.


د پاکستان د بشري پراختیا وزیر طالبان تورن کړي، چې خرلچۍ او بوړکي کې د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي، هغه ادعا چې طالبانو يې په اړه تر اوسه غبرګون نه‌دی ښودلی.


د طالبانو د ۲۰۲ منصوري قول اردو ویاند محمدیار جواد بیا ازادي راډیو ته رالېږلي پيغام کې د نښتې په اړه یوازې دومره ویلي چې دوی یې په اړه څېړني کوي.




د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له ویاند مو هم په دې اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه‌کړ.


خو سیمه کې خلک وايي، پاکستاني لوري د درنو وسلو ډزې کړي او د مرګ‌ژوبلې په اړه یې دقیق معلومات نه‌شته.




د سیمې یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته د خپل غږ او نوم نه خپرولو په شرط وویل، اوس هم یوه نیمه ډزه اورېدل کېږي، خو د پرون په څېر د درنو وسلو کارول درېدلي او شدیده جګړه نه‌شته.


په ډنډپټان کې له دې وړاندې هم له دې امله نښته شوې وه چې ویل کېدل، پاکستاني پوځیانو غوښتل د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي.


دا نښته وروسته تر دې کېږي چې تېره اوونۍ د کندهار په سپین بولدک ــــ چمن دروازه کې یوه کس په پاکستاني ملېشو برید وکړ، یو پاکستانی عسکر یې ووژاه او دوه نور یې ټپیان کړل.




له هغې تر ننه ورځې دا دروازه د مسافرو او د سوداګرو پر مخ تړلې وه.


خو د سپین بولدک ـ چمن لاره دروازه نن د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه.


په سیمه کې یو مسافر سید احمد چې له دروازې دې لور ته تازه را اوښتی ازادي راډیو ته یې وویل: "مشکل خو دا دی چې پنځه شپږ ورځې په چمن کې پراته وو، بې خرڅه هم شو، اوس لاره پرانستل شوه او موږ هم راغلو."




د سپین بولدک یو بل اوسېدونکي هم د نوم نه اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي، دا لاره نن سهار د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شوې ده.


پرون په کندهار کې د بهرنیو اړیکو سرپرست عبدالشکور حقاني هم ویلي و، چې د دوشنبې په ورځ به د سپین بولدک ــــ چمن دروازه خلاصه شي.


پاکستان تورن دی چې په ډول ډول بهانو په ډیورنډ کرښه اوښتونکو افغانانو او تر خوا یې سوداګرو ته ستونزې جوړوي، خو د پاکستان حکومت وايي، دوی د ستونزو د حل په هڅه کې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus