Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل ځینې اوسېدونکي: د برښنا پرچاویانو زمونږ ستونزې ډېرې کړي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د ژمي په راتګ سره د برښنا پرچاویانې زیاتې شوي.


د ژمي په راتګ او د بې وزله کورنیو مخ زیاتېدونکې ستونزې.


اوس د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برښنا له پرچاوۍ شکایت کوي.


له دوی یو شمېرو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا په داسې حال کې ده چې په دې ورځو کې د کابل په بازارونو کې د سونګ توکو بیې هم لوړې شوې دي.


د کابل ښار اوسېدونکی فیصل وايي: "په داسې حال کې چې له یوې خوا ژمۍ رارسېدلی، سونګ توکي قیمته شوي، د برښنا پرچاوۍ هم زیاتې شوي. یوازې د شپې له خوا څو ساعته برښنا راځي، چې موږ ویده یو او له ورنه سمه استفاده نه شو کولای. دا واقعاً یوه جدي ستونزه ده."


د کابل ښار بل اوسېدونکی بشیر، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د حکومت کارکوونکی دی وايي، سره له دې چې د برښنا پرچاويانې زیاتې شوي، خو بلونه له پخوا هم ډېر راځي.


بشیر ازادي راډیو ته وویل: "ژمی راغی او اقتصادي ستونزې هم زیاتې شوي. سونګ توکي هم نه اخیستل کېږي. خپله د دولت کارکوونکی یم او معاش مې هم کم دی. زه اوس حیرانه پاتې یم چې د نورو ستونزو ترڅنګ د برښنا دغه زیاتې پیسې څنګه ورکړم."


دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې د برښنا په پرچاویو کې کموالی راولي او د برښنا بلونه دې د هر کورنۍ د لګښت پر بنسټ وویشي څو خلک یې د ورکړې توان ولري.




د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د کابل ښاریانو د دغو اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي و چې په ازبکستان کې د یوې فني ستونزې له امله به په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د برښنا پرچاویانې زیاتې شي.


میوندي د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ د دې خبرې په کولو سره ویلي و چې هیله لري دغه ستونزه ژر حل شي.


د کابل ښاریانو له خوا د برښنا د پرچاویانو د زیاتېدو په اړه په داسې حال کې اندېښنې مطرح کېږي چې د یو شمېر نړیوالو سازمانونو د راپورنو له مخې، په افغانستان کې به سږنی ژمۍ ډېر سوړ وي.


په کابل کې یو شمېر بې وزله کورنۍ وايي، تر اوسه یې د ژمي لپاره سونګ توکي هم نه دي اخیستي او اندېښنه لري که د برښنا پرچاويانې کمې نه شي دوی به دغه ژمۍ څنګه تېر کړي.


افغانستان هغه هېواد دی چې د خپل اړتیا وړ ډېره برښنا له ګاونډیو هېوادنو واردوي.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار د وري/حمل په میاشت کې په یو راپور کې وویل، چې افغانستان خپله د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې په دې برخه کې به کلني ډول ۲۲۰ میلیونه افغانۍ دغه هېوادونو ته ورکوي.


خو له دې سره سره لا هم د افغانستان د برښنا ستونزه نه ده حل شوې او په خپل ځای پاتې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus