Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چارواکي: د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ بېرته پیل شوه؛ خلک: دغه بهیر پڅ مخته ځي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د ملي احصایې او معلوماتو اداره د يو میلیون او ۷۰۰ زره برښنايي تذکرو د چاپ او وېش د لړۍ د پیل خبر ورکوي، د برښنايي تذکرو یو شمېر غوښتونکي د دغه بهیر له پڅوالي شکایت کوي.


سهیلا د کابل ښار اوسېدونکې ده.


هغې ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې یې د برښنايي تذکرې د اخیستلو لپاره نوم لیکنه وکړه، خو تر اوسه یې په اخیستلو نه ده بریالۍ شوې.


نوموړې وايي: "ما د برېښنايي تذکرې لپاره نوم لیکنه وکړه، ډېر وخت مخکې، کارونه مې لږ مخکې لاړل، خو اوس دا بهیر درېدلی. برښنايي تذکرې ته مې ډېره اړتیا ده، وظیفې ته ځم. دا یو ملي سند دی چې باید وې لرم، خو اوس د وېش چارې درېدلې دي."


د ننګرهار ولایت د خوګیاڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي کبیر خان هم ازادي راډیو ته وویل، چې څو میاشتې مخکې یې د برښنايي تذکرې د اخیستلو لپاره نوملیکنه کړې وه، خو لا هم په تمه دی او تر لاسه کړې یې نه ده.


هغه وویل: "زه څو ځله د برښنايي تذکرې د اخیستلو لپاره له ولسوالۍ ولایت ته ولاړم، هلته مې نوملیکنه وکړه، خو د ملي احصايې او معلوماتو ادارې د کارکوونکو د نه پاملرنې له امله مې ونه شوه اخیستلای."


دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د ملي احصایې او معلوماتو اداره د یو میلیون او ۷۰۰ زره برښنايي تذکرو د چاب خبر ورکوي وايي، ټاکل شوې چې تر یوې اوونۍ پورې په کوریا کې هم یو میلیون او ۳۰۰ زره چاپ شوې برښنايي تذکرې افغانستان ته راورسېږي.




دغه اداره وايي، چې کوریايي شرکت سره د ۳ میلیونه برښنايي تذکرو د چاپ تړون شوی دی.


د طالبانو حکومت د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ازادي راډیو سره په خبرو کې، په تېره کې د برښنايي تذکرو د وېش پڅ بهیر تاييدوي خو وايي، اوس چارې عادي شوي او د پلازمېنې په ګډون خلک کولای شي په ټولو ولایتونو کې په یوه اوونۍ کې برښنايي تذکره تر لاسه کړي.


رفیع وویل: "څو وخته مخکې مو د تذکرو د وېش بهیر پڅ کړی و، خو بیخي مو ځنډولی نه و، بلکې هغو کسانو ته چې ناروغان وو او ستونزې یې درلودلې لومړیتوب ورکړی وو. له کله چې برښنايي تذکرې رارسېدلي مونږ نږدې ۵۰۰ سوه زره هغه کسان چې بایومټریک شوي وه د انتظار له حالته ویستي دي او تذکرې مو ورته چاپ کړې دي. اوس په ۳۴ ولایتونو کې بهیر عادي دی، هر څوک چې نوملیکنه وکړي یوه اوونۍ کې تذکره تر لاسه کولای شي."


د رفیع په وینا، په نویو برښنايي تذکرو کې بدلونونه راغلي دي.


نوموړي وویل، چې په دې تذکرو کې د جمهورت لوګو د پخوا په پرتله لویه شوې، د کورنیو چارو وزارت نوم ترې لرې شوی او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې نوم په کې ورزیات شوی دی.


دغه شان په خبره، یې د ولایت تر څنګ د ولسوالۍ نوم هم ورزیات شوی دی.


د برښنايي تذکرو د اخیستو په چارو کې د ستونزو په اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست هم نږدې دوه میاشتې مخکې د پاسپورټونو د وېش چارې ودرولې او د ډېری غوښتونکو له شکایتونو سره سره بیا هم نه دي پیل شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus