د ایران د سوک وهنې ملي فدراسیون مشر دغه هېواد ته له ستنېدو ډډه وکړه
حسین ثوري دا خبره پرون د ازادۍ راډیو له ایرانۍ څانګې راډیو فردا سره په مرکه کې وکړه.
هغه چې دا مهال د ځوانانو د سوک وهنې په یوه تورنمنټ کې د ګډون په هدف په اسپانیا کې دی، ویلي چې د ایران چارواکي له شرافت څخه بې برخې دي.
حسین ثوري دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په ایران کې د یوې ۲۲ کلنې مېرمنې مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراضونه روان دي.
دغه مېرمنه په سپټمبر میاشت کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه او د پولیسو په توقیف کې یې ساه ورکړه.
دا په ۱۹۷۹م کال کې تر اسلامي انقلاب وروسته په ایران کې تر ټولو پراخ لاریونونه ګڼل شوي دي.