Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سیګار: ښايي طالبانو د امریکا لسګونه میلیون ډالرو ته لاسرسی پیدا کړی وي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې یا سیګار موندلې چې ښايي طالبانو هغو لسګونه میلیون ډالرو ته لاسرسی پیدا کړی وي، کوم چې امریکا د افغانستان پخواني حکومت ته له سقوط مخکې سپارلي وو.



د سیګار په راپور کې د دې پیسو اندازه ۵۷،۶ میلیونه ډالره ښودل شوې او په کې راغلي: "وروسته له دې چې پیسې انتقال شوې، امریکایي ادارو پر دې پیسو څار له لاسه ورکړ او د افغانستان دولت خپلو موخو له پاره د دې پیسو د لګولو واک تر لاسه کړ."


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سر مفتش د دفتر د راپور له مخې چې په افغانستان کې د امریکا د پروژو او لګښتونو څارنه کوي، دا پیسې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط مخکې انتقال شوې وې چې له هغه وروسته بیا طالبانو واک ته ورسېدل.


د سیګار د معلوماتو له مخې، د دې پیسو ډېره برخه د امریکا له دفاع وزارت څخه لېږدول شوي چې ۴۵،۶ میلیونه ډالره کېږي، په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت ۲ میلیونه ډالره او د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې یا 'USAID' هم د جمهوري نظام حساب ته لس ملیونه ډالر ورکړي لېږلې وې.


سیګار دا موندلې چې احتمال شته، د ۵۷.۶ میلیون ډالرو څخه یو اندازه یې د افغان حکومت لخوا کنټرول شويو حسابونو کې پاتې وي او کله چې طالبان واک ته ورسېدل او د مالیې وزارت په ګډون د افغانستان نور وزارتونو کنټرول خپل کړ دوی ته لاس ته ورغلې وي.




د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنه ځواب نه کړه.


له افغانستانه د امریکا د متحدو ایالتونو د ځواکونو وتل چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په څلورو اونیو کې ترسره شول، د دې بهیر په ترڅ کې ۱۳ امریکايي پوځیان هم ووژل شول.


له افغانستانه د امریکا له وتلو یو کال وروسته، د دغه هېواد د جمهوري غوښتونکو ګوند غړو د بهرنیو اړیکو په مجلس کې د بایډن پر حکومت چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له پاره یې منظم پلان نه و جوړ کړی نیوکه وکړه.




خو ولسمشر بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو دفاع وکړه او ویې ویل، چې امریکا کلونه وړاندې خپل هغه هدف ترلاسه کړی و چې د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن وژل و.


د سیګار د راپور پر بنسټ، له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) له افغانستان سره شاوخوا ۱۷،۳ میلیارده ډالره مرسته کړې، چې مرسته یا مستقیمه وه او یا هم د بهرنیو موسسو له لارې له افغان حکومت سره په ګډه کار کولوته، پیسې ورکړل شوې.


د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرس ته راپور ورکړ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو تر بیا واک تر لاسه کولو وروسته په دغه هیواد کې د څه باندې ۷،۱ میلیارد ډالرو په ارزښت ځینې دفاعي تجهیزات په ځای پاتې شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus