د چمن يو ځايي سوداګر نيک محمد د نومبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې د لارې بندېدو په نتيجه کې دواړو خواوو ته سلګونه ځايي کاروباريانې بېروزګاره شوي دي. "دلته به هره ورځ خلکو تجارت کاوه او يوې او بلې غاړې ته به يې مالونه وړل خو اوس بېکاره ناست دي او د د ماخستن ډوډۍ نه لري. "