Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو له لوري د شرعي حدودو د عملي کېدو پر ټينګار د واشنګټن ټايمز ورځپاڼې تبصره

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه:


د امریکا چاپ واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د شرعي حدودو د عملي کولو په اړه د طالبانو د مشر وروستي ټینګار ته کتنه کړې ده او لیکي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان یوځل بیا د جنایتکارانو لپاره د اعدامونو او د وجود د غړو د پرې کولو سزاګانې ورکوي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په روانه اوونۍ کې پر ټویټر ولیکل چې د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده له یو شمېر قاضیانو سره په کتنه کې هغو ته سپارښتنه کړې چې د ځانګړو جرمونو لپاره د شریعت له مخې احکام جاري کړي.


حدود او قصاص د شریعت هغه احکام دي چې طالبانو په نوییمه لسیزه کې هم د بېلابېلو جرایمو لپاره تطبیقول.


واشنګټن ټایمز د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې د عدلیې له وزیر ملا نورالدین ترابي سره د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د ۲۰۲۱ کال د مرکې یوه برخه نقل کړې چې نوموړي ویلي، طالبان غواړي مجرمانو ته د قرآني احکامو پر بنسټ سزا ورکړي، خو هغه دا یادونه هم کړې چې ښايي دوی دا ځل شرعي احکام په عام محضر کې تطبیق نه‌کړي.


ورځپاڼه د شرعي احکامو په اړه د ټکساس پوهنتون د حقوقو د پوهنځي هغه څېړنه یادوي چې وايي د قصاص په قضیو کې اکثرا د متضررو خپلوانو ته واک ورکول کېږي چې خپل غچ واخلي او یا خونبها ترلاسه کړي.


واشنګټن ټایمز وړاندې لیکي دا اعلان داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې سپورت خونو، عمومي حمامونو، او پارکونو ته د ښځو پر تګ هم بندیز لګولی دی.


یوریشیا ریویو خپرونه:


یوریشیا ریویو خپرونې له طالبانو سره د امریکا د حکومت د مالي مرستې په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، طالبانو د بایډن یو میلیارد ډالره لاتري وګټله، خو خپرونه په عین حال کې پوښتنه کوي چې دا پیسې چېرته ځي؟


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار د روان کال د اکتوبر په دېرشمه کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو په را وروسته موده کې طالبانو سره د متحدوایالتونو د ۱،۱ میلیارد ډالرو مالي مرستې خبره افشا کړه.


د یوریشیا ریویو مطلب زیاتوي، تر ټولو دردونکې لا دا ده چې د وزارتونو په کچه ادارو په دې برخه کې د سیګار له څېړنو سره له همکارۍ ډډه وکړه.


خپرونه د بارک اوباما د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د فلسطین له حماس ډلې سره چې تروریستي ډله بلل شوې نهه سوه میلیون ډالره مرستې ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې ښاغلي بایډن دا پاڼه له همغې دورې څخه میراث اخیستې او د امریکا له قسم خوړلي دښمن یعنې طالبانو سره د همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.


یوریشیا ریویو د لیکوال جِد بابین Jed Babbin له قوله لیکي چې نوموړی وايي دی د سپینې ماڼۍ د دې ساده ګومان په اړه څېړنه کوي چې ګنې کولای شي د امریکا دښمن ته د بډو په ورکولو سره جیوپولیتیک امتیاز ترلاسه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus