Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يو شېر معترضې مېرمنې: طالبانو بله مبارزه مېرمن فرحت پوپلزۍ بندي کړې ده

د طالبانو له‌خوا د معترضه مېرمنو د نیولو په دوام ادعا کېږي، چې طالبانو یو بله معترضه مېرمن فرحت پوپلزۍ هم نیولې ده.


د افغانستان د (خود جوشه مبارزه مېرمنو ټولنې) د ټولنیز رسنیو مسوله او د دغه خوځښت له بنسټ ایښودنکو راضیه بارکزۍ ادعا کوي، چې همکاره یې فرحت پوپلزۍ د سه شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوې ده.


هغې ازاد راډیو ته وویل: "فرحت پوپلزۍ درې ورځې وړاندې له خپل پلار سره د طالبانو له‌خوا ونیول وشوه، مبایل یې ترې واخیسته او د طالبانو په کنټرول کې و، موږ ته ميسج راغی چې فرحت له ګروپ نه ریموف کړئ، فرحت مو له ګروپ نه ریموف کړه، خو له هغې وروسته فرحت نه هیڅ احوال نه‌لرو، نه یې کورنۍ ځواب وايي او نه بل څوک."




سره له دې چې د نوموړې د بندې کېدو اصلي لامل نه‌دی معلوم خو د فرحت پوپلزۍ بله همکاره مریم نایبي وايي چې اغلې پوپلزۍ تر ډېره د اعتراضیه غونډو د عکسونو او دغه شان د ویډو ګانو په خپرولو کې ونډه درلوده او ښايي د بندي کېدو یو لامل یې هم همدا وي.


نوموړې وايي: "فرحت جان د سه شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو له‌خوا ونیول شوه، تر اوسه له هغې دقیقه اطلاع نه‌لرو چې ولې نیول شوې، خو تر کومه ځايه چې زه په جریان کې یم دغه نجلۍ په ډېری اعتراضیه غونډو کې ونډه درلوده او د طالبانو د تاوتریخوالي عکسونه او ویډوګانې به یې خپرولې، نوموړې دغه شان د خود جوشه مېرمنو د حرکت اډمېنه هم وه، د طالبانو په ضد په لومړنیو اعتراضیه غونډو کې چې حرکت له‌خوا کېده فرحت په‌کې له بنسټ اېښودونکو وه."




د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد او د امنیتي ادارو ویاندویانو يې په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ښځو یوه بله فعاله ظریفه یعقوبي هغه مهال له خپلو څلور همکارانو سره د طالبانو له‌خو ونیول شوه، چې د (ښځو د برابرۍ لپاره د افغانستان د مېرمنو خوځښت) د موجودیت اعلان یې کاوه.


د فرحت همکارانې ادعا کوي چې د نوموړې خور او اوښی هم په همغه ورځ د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوي.




خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې معترضه مېرمنې له بهر نه امر اخلي تر څو د بې باورۍ فضا رامنځته کړي.


د دوو معترضو مېرمنو ظریفه یعقوبي او فرحت پوپلزۍ نیول کېدو نورې معترضې مېرمنې هم اندېښمنې کړي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت دفتر (یوناما) د ظریفې یعقوبي له نیول کېدو وروسته وویل، چې په دې اړه یې له طالب چارواکو سره اړیکې نیولي دي.




یوناما ویلي و، چې د ظریفې یعقوبي او څلور همکارانو د وضیعت په اړه یې چې په کابل کې نیول شوې دي له طالبانو د وضاحت غوښتنه کړې ده.


یو شمېر ښځینه فعالانو لکه فوزیه کوفي او ځینو نورو د معترضو مېرمنو نیول کېدو ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان د معترضو ښځو په نیول کېدو سره په افغانستان کې دښځو له فعالیته ویره لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus