Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایا د شهباز شريف ايتلافي حکومت په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې ګورنر راج لګولی شي؟

د پاکستان کورنيو چارو وزير ويلي که په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې صوبايي حکومتونه خپلې ذمه واري نه پوره کوي نو پر ضد یې اييني ګامونه اخیستل کیدای شي.  

رانا ثناالله دغه خبره د نومبر په اتمه په يوه خبري غونډه کې کړې وه. د مسلم لیګ ن له خوا غوره شوي د پنجاب ګورنر بلیغ الزمان هم په همدغه ورځ د کراچۍ په سیول هسپتال کې خبریالانو ته وویل چې د موجوده حالاتو په رڼا کې په پنجاب کې د ګورنر راج عملي کیدو امکان نه شي ردېدلی. 


د وزیراعظم سلاکار امیرمقام هم د نومبر په اتمه په لاهور کې یو خبري کانفرنس ته وویل چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د لاریون او سړکونو په تړلو سره سیاسي بیقراري رامنځ ته کړې او باید وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې ګورنر راج نافذ کړي.




ایا وفاقي حکومت په موجوده سیاسي حالاتو کې ګورنر راج لګولی شي؟ په دغه اړه د سیاسي او پارلیماني چارو شنونکی قریش خټک وايي چې له اتلسم ایني ترمیم وروسته دا خبره لږه پیچلې شوی ده. 


خټک زیاتوي: "دلته اوس ایني مسله داده چې اول خو په خیبر پښتونخوا کې ګورنر د مرکزي حکومت له خوا نه دی مقرر شوی. د اسمبلۍ سپیکر مشتاق غني قایم مقام ګورنر دی او په مرکز کې ولسمشر عارف علوي هم د تحریک انصاف سره تړاو لري. نو زما په خیال د ګورنر راج لګیدو امکان ډیر کم دی. که حکومت ولسمشر ته د ګورنر راج عملي کولو ووايي او هغه یې ونه مني نو ایني بحران به رامنځته شي." 


په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت دی خو ګورنران له مرکزي حکومته ټاکل کيږي چې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت ټاکي. دوی د تېر اپريل له میاشتې په واک کې دي، په پنجاب کې يې خپل ګورنر مقرر کړی خو په خيبر پښتونخوا کې یې لا هم دا ګام نه دی اخیستی. 


د خیبر پښتونخوا د کلتور وزیر شوکت یوسفزي د نومبر په اتمه په ټویټر لیکلي چې د تحریک انصاف له پرامنه احتجاجه ویریدلي وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د ګورنر راج لګولو سازش جوړ کړی دی. نوموړي په خپل بیان کې له اعلا عدالتونو د معاملې د نوټس اخيستو خواست هم کړی دی.




په پیښور کې خبریال طارق افاق وايي چې ریښتیا خبره داده چې د صوبې امنیت خراب دی او حکومت د مالي ستونزو سره مخ دی نو که ګورنر راج ولګيږي، تحریک انصاف ته به یې سیاسي ګټه ورسيږي. 


د نومبر په نهمه مشال راډیو سره په خبرو کې خبریال او شنونکي رفعت الله اورکزي وویل چې د مرکز او تحریک انصاف د صوبايي حکومتونو تر مینځ اړیکې ډیرې پیچلې شوې او راتلونکو څو ورځو کې ځيني بدلونونه رامنځته کېدای شي. هغه وويل: "که دلته ګورنر راج لګيږي هم نو لومړی به وفاقي حکومت خپل ګورنر مقرروي او کېدای شي په ورځ دوه کې یې اعلان وشي. که د تحریک انصاف احتجاج داسې روان وي او لارې تړل کیږي نو د ګورنر راج لپاره جواز جوړېدلی شي."


د يادونې ده چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج خبرې په داسې مهال راپورته شوې چې تحريک انصاف اسلام اباد ته لانګ مارچ يا لاريون پيل کړی دی. د دې ګوند مشر عمران خان ژر عمومي ټاکنې کېدل غواړي خو ايتلافي حکومت یې نه مني او وايي ټاکنې به پر خپل وخت، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې کيږي. 




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus