Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جانز هاپکينز پوهنتون: افغانستان کې د مور او ماشوم روغتيايي خدمات له بد وضعيت سره مخ دي

جانز هاپکینز پوهنتون وايي په افغانستان کې د مور او ماشوم لپاره د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کول له ناوړه وضعیت سره مخ دي او ښځینه روغتیا پالانې تر سختو شرایطو لاندې کار کوي.


فوزیه چې د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي، نږدې یوه میاشت وړاندې يې د زېږون پر مهال ماشوم مړ شو.


فوزیه يې لامل په سیمه‌ییز کلینیک کې د ښځینه روغتیاپالې نه موجودیت یادوي.


نوموړې وايي: "کله يې چې شفاخانې ته وروستم، دا چې هلته ښځینه ډاکټره نه وه او ما هم شدید درد درلود، له زېږون وروسته زما ماشوم مړ شو، اوس مهال په کلینکونو کې زیات مشکلات دي، ډاکترانې نشته."


افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ را وروسته چې په مېرمنو تر بل هر وخت سخت محدودیتونه لګېدلي، ښځینه روغتیا پالانې هم ورسره کمې شوې دي، چې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ ورسره د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې هم زیاتوالی راغلی دی.




تازه جانز هاپکینز پوهنتون په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مور او ماشوم د وضیعت په اړه راپور خپور کړی.


د دې پوهنتون په نوي راپور کې راغلي دي چې په دې هېواد کې د مور او ماشوم لپاره د روغتیایي خدماتو وړاندی کول له ناوړه وضعیت سره مخ دي او ښځینه روغتیا پالانې تر سختو شرایطو لاندې کار کوي.


جانز هاپکینز پوهنتون چې مرکز يې په امریکا کې دی د نړۍ په کچه یو له لویو علمي او څېړنیزو مرکزونو بلل کېږي.


د یاد پوهنتون په راپور کې راغلي دي، چې د تېر میلادي کال له اګسټ میاشتې را وروسته له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی کم شوی دی.


دغه راپور چې ١٤١ روغتياپالانو او روغتيايي کارکوونکو سره د مرکو پر بنسټ برابر شوی، د مرکه شويو څلوېښت سلنې ویلي چې د زېږون پر مهال روغتیايي خدماتو ته د مور او ماشوم لاس‌رسی کم شوی دی.


۲۴ سلنه نورو بیا ویلي دي چې په روغتیايي مرکزونو کې د وضعیت د خرابېدو له امله دوی نه دي توانېدلي چې د مور او ماشوم سمه ساتنه او پالنه وکړي.




په راپور کې راغلي دي چې د کورني اقتصادي بحران ترڅنګ د مسلکې روغتيايي کارکونکو کمښت او د دوی په وړاندې ناوړه کاري وضعیت د دې لامل شوی چې مېندې پر وخت روغتيايي خدمتونو ته لاس‌رسی ونه مومي او یا هم مېندې په کور کې زېږون ته اړې شي.




ځکه د جانز هاپکینز پوهنتون د راپور پر بنسټ مېندې تر خصوصي روغتونونو د موټر کرایه او یا هم هلته د فیس د ورکړې توانايي نه‌لري.


په یاد راپور کې ۳۶ سلنه نورو کسانو ویلي دي چې، د نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.


په دې راپور کې له امریکا متحده ایالاتو او نورو مرسته کوونکو څخه غوښتنه شوې، چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان، یونېسف په مشرۍ د روغتيايي خدماتو رسولو لړۍ چټکه کړي.


خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرف الدین زمان ازادي راډيو ته په استولي لیکلي پیغام کې دا راپور بې بنسټه بللی دی.




په ورته وخت کې د کابل په یو روغتون کې یوه ښځینه روغتیا پاله چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې پر افغانستان د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ را ورسته په دې هېواد کې د نسايي او ولادي ناروغیو د متخصصینو د کمښت له امله مېندې او ماشومان له جدي ګواښ سره مخ دي.




نوموړې وويل: "اوس مهال نسايي او ولادي برخه کې په لېرو پرتو سیمو کې د ښځینه روغتیا پالانو له کمښت سره مخ یو او همدا لامل دی چې د زېږون پر مهال مېندې یا ماشومان مړه کېږي."


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت په تېرې سنبلې مياشت کې وویل، د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.


خو د تېر میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې [ډبیلو ایچ او] په هر سلو زرو زېږنونو کې د ۶۳۸ مېندو د مړينې راپور ورکړی و.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus