Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کرېکټ نړيوال جام؛ انګلستان هند ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته ووت

د اډېلېد ښار اووال سټډېوم د نړیوال جام د تر ټولو حساسې او چټکې لوبې کوربه و.


انګلستان د ۲۰۲۲ کال د نړیوال شل اوریز جام په دویمه نیمه پایلوبه کې هند مات کړ.


هندي لوبغاړو لومړی توپوهنه کړې وه او په ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.


د انګلستان ټیم په داسې حال کې دا هدف پوره کړ چې هېڅ لوبغاړی یې ونه سوځېد.




لوبډلمشر جاس بټلر ۸۰ او ورسره خوا کې الېکس هېلس ۸۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.


الېکس هېلس د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


نوموړي وويل: "دا له ویاړ ډکه شېبه ده. ډېر خوشاله یم چې ښه لوبه مې وکړه. دا په نړۍ کې تر ټولو ښه سټډيوم دی. په خاصه توګه په پاور پلې یا لومړیو شپږو اورونو کې. هر ډول شاټ وهل کېدای شي. د څنګ باونډریانې یې وړې دي. ما خپلې توپوهنې نه خوند واخیست. ډېر خوشاله یم په داسې یو هېواد کې چې ډېر وخت په‌کې تېروم داسې لوبه مې وکړه. نن شپه مې د ټول ژوند یوه غوره شپه ده."




په نړیوال جام کې د پیلیزو لوبغاړو له‌خوا د دومره هدف پوره کول یو نوی ریکارډ بلل کېږي.


د هند لپاره هم په توپوهنه کې هارډیک پانډيا په ۳۳ بالونو ۶۳ چټکې منډې وکړې او ورسره ویرات کوهلي پنځوسیزه وهلې وه خو نن شپه د هندیانو بخت کار ور نه‌کړ او د انګلستان په وړاندې یې ماتې ومنله.




په دې ترتیب انګلستان را روانه یکشنبه د نومبر په دیارلسمه له پاکستان سره د نړیوال جام پایلوبه ترسره کوي.


انګلستان تر دې مخکې یو وار په ۲۰۱۰ کال کې نړیوال شل اوریز جام ګټلی دی او پاکستان هم یو وار په شل اوریزو لوبو کې ۲۰۰۹ کال اتلولي خپله کړې ده.




د کرېکټ شل اوریز جام په اسټرالیا کې ترسره کېږي.


انګلستان او پاکستان که څه هم په ګروپي دور کې ښه نه وو ځلیدلي او د نیمه پایلوبې یا پایلوبې اټکل یې نسبت نورو ټیمونو ته کم و خو بیا هم د ګروپ د نورو ټیمونو لوبو او د دوی ځینو بریاوو چانس په لاس ورکړ.


په روان نړیوال شل اوریز جام کې انګلستان له لومړي ګروپه چې په‌کې نیوزیلنډ، اسټرالیا، افغانستان، ایرلند، او سرېلانکا شامل وو پایلوبې ته ووت.


پاکستان بیا له دویم ګروپه چې په‌کې جنوبي افریقا، هند، هالند، بنګله‌دېش او زمبابوې لوبېدل پایلوبې ته لار پيدا کړې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus