Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ښځې: د پارکونو له بنديز سره د ورزش ځای نه‌لرو

وروسته له هغې چې طالبانو پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز ولګاوه، په کابل کې يو شمېر ښځې وايي، چې پارکونه دوى ته د ورزش لپاره یوازینی مناسب او هوسا ځای و.


پلازمېنې کابل کې مېشه يوه مېرمنې وايي، د خپلې ناروغۍ له امله هره ورځ ورزش کوي او قدم وهي.


خو زياتوي، دا چې هره ورځ کور ته نږدې پارک ته، د قدم وهلو لپاره تلله نوره نه‌شي تلی.




دا مېرمن چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي وايي، د کابل پر سړکونو د قدم وهلو او تمرين پر مهال ځان ډېر نا امنه ګڼي.


نوموړې وايي: "زما وزن ډېر دی، د ویني او ځیګر غوړ مې زیات دی، یو څه وخت به په پارکونو کې ګرځېدم، اوس د دې وېرې له امله چې طالبان به مو په پارک کې د ګرځېدو لپاره بنديانې کړي نه‌ځو، مجبوره یو چې له یوه نارینه سره ووځو هغه هم باید له ځان سره تذکره او اسناد ولري چې څه مو کېږي؟ ځکه طالبان پوښتنه کوي چې دا مو څه کېږي."




د کابل يوه بله اوسېدونکې مېرمن زرلښته هم وايي، وروسته له هغې چې د ښځو ورزشي کلپونه وتړل شول، د ورزش لپاره يوازينی ځای پارکونه وو، چې دوی اوس ورته له تګ څخه منع شوي.


اغلې زرلښته وايي: "اوس موږ د ورزش لپاره خپلو کورونو ته نږدې سړکونو ته ځو. ډېری مېرمنې د دې له پاره نه ځي چې وایي طالبان به څه ورته ووایي، خو هغه ښځې چې ځي له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي."




د طالبانو د حکومت د امربالمعرف وزارت د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته ومنله چې د ښځو پر مخ یې پارکونه او حمامونه تړلي دي.


دا په ښځو باندې د طالبانو له‌خوا وروستی محدودیت دی.


يوه بله مېرمن چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي وایي، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو باندې د هرې ورځې له محدویتونو سره سره دوی به د تفریح له‌پاره پارکونو ته تللې هغه ځای چې نور نو نه‌شي ورتللی.


دې مېرمن ازادي راډيو ته وویل: "هغه ځای چې خوندي دی، هرڅوک په‌کې راحته دي، د ښځو له‌پاره دی، دوی یې تړي، د چا به د ویني لوړ فشار و، چا به شکر درلود، د چا ډېر وزن و، یا د چا به اعصاب نارامه و، پارک ته به تللې. هر ډاکټر ته چې ځو وایي چې مزل وکړئ، داسې ځای لاړې شئ چې اعصاب مو ارامه شي، خو کله چې بهر ځو او دوی ګورو، بې نظمي وینو، ګډ وډي وینو، بېرته نارامه اعصاب او جګرخونه کورته راځو."




په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مونسې مبارز ازادي راډيو ته وویل، چې د طالبانو حکومت له ښځو سره د بندیانو په څېر چلند کوي.


نوموړې وويل: "یو مجرم هيڅکله ٢٤ ساعته په زندان کې نه شکنجه کېږي او نه وهل کېږي، خو ولې يې بندي کوي؟ د دې له پاره چې له هغه څخه ازادي واخلي، اوس د ښځو برخليک هم همداسې دی، ښځې د طالبانو له‌خوا په جوړ شوي زندان کې ساتل کېږي."


ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهى عن المنکر له وزارت څخه وپوښتو چې دوی د ښځو لپاره د پارکونو پر ځای کوم بدیل په پام کې نیولی که نه، خو ځواب مو ترلاسه نه‌کړ.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له‌خوا تفریحي پارکونو او حمامونو ته د ښځو، پر تګ بنديز د ښځو د حقونو د فعالانو او ښاریانو سربېره د طالبانو د ځینو پلویانو غبرګونونه هم را پارولي دي.




محمد حسن حقیار چې طالبانو ته نږدې کس دى، په خپل ټویټر یې لیکلي: "کله چې ښځو ته پارک ته د تللو اجازه ور نه‌کړل شوه، دوی د پارک شاوخوا سړکونو باندې قدم واهه، په پارک کې خو چا نه لیدلې، خو په سړکونو یې ټول ویني."


که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګول شويو محدوديتونو د افغانستان په دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.


د نړيوالو له‌خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو یو لامل هم د ښځو له حقونو د دوى څخه سرغړونه ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus