ټوېټر کې د نوي سيستم په معرفي کېدو سره د جعلي اکاونټ جوړولو چانس ډېر شوی
په تېر کې سیاستوال، ژورنالېستان او نورې نوموتې څېرې اړ وې چې په ټوېټر اکونټ کې د ابي نښې ترلاسه کولو لپاره د خپل هویت ثبوت وړاندې کړي.
د ټوېټر په نوي سیستم کې ټول هغه د ټوېټر کارونکي چې په دې ټولنیزه شبکه کې د اته ډالرو میاشتنی ګډون ولري، اکاونټ به یې د ابي نښې په لرلو تأیید شي.
ایلان ماسک تاکید کړی چې د اکونټ د تأییدلو لپاره د پیسو ورکولو سیستم او په ګوګل او اپل کې د دې اپلیکشن پلاټفورمونه کفایت کوي چې ټوېټر پرې د خپل تأیید پرته اکاونټونه تأییدولی شي.