کرېکټ؛ انګلستان هند ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته ووت
لوبه د اسټرالیا په اډېلېډ ښار کې وشوه.
انګلستان وتوانېد په ۱۶ اوورنو کې د هند د ۱۶۹ منډو هدف پوره کړي.
د انګلستان هېڅ لوبغاړی ونه سوځېد. پیلیزو لوبغاړو جاس بټلر ۸۰ او ورسره الېکس هېلس ۸۶ منډې جوړې کړې.
په دې ترتیب انګلستان را روانه یکشنبه د نومبر په دیارلسمه له پاکستان سره د نړیوال جام پایلوبه ترسره کوي.