ملګرو ملتونو د ټوېټر شبکې د رول له کبله اندېښنه وښوده
ښاغلي تورک لیکلي چې ټوېټر د ټولنیزو اړیکو د انقلاب یوه برخه ده، خو دی د ارتباطاتو په دې لوی چوک کې د ټوېټر د رول له دې کبله اندېښنه لري.
دا لیک لنډه موده وروسته له هغه ټوېټر ته سپارل کېږي چې ښاغلي ماسک د بشري حقونو د ټیم په ګډون د ټوېټر د ادارې ډېری غړي او د مصنوعي ذکاوت د اخلاقو د برخې له دوو غړو پرته نور ټول کارکوونکي واېستل.